افغان – پاک پوځي چارواکو پر ډېورنډ کرښه له یو بل سره د همغږۍ پرېکړه وکړه

کابل ټکی کام (یکشنبه ۱۱سلواغه ۱۳۹۴ل) فرید احمد
د پاکستان د عامه اړیکو دفتر له لورې په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې پرون د افغانستان د تندر قول اردو قومندان جنرال محمد شریف یفتلي په مشري اته کسیزه افغان پوځي پلاوی پاکستان ته په یوه رسمي سفر تللی دی، چې د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت د پېښور ښار د قول اردو له قومندان جنرال هدایت الرحمن سره یې لیده کاته وکړل.
خبر پاڼه لیکي چې د دواړو هېوادونو د قول اردو قومندانانو په دغه لیدنه کې د ډېورنډ کرښې پر موضوعاتو خبرې اترې وکړې، او په پوره ژمنې سره یې پرېکړه وکړه چې یو او بل به د ډيورنډ کرښې په برخه کې همکاري او همغږي زیاته کړي.
له بلې خوا د افغانستان د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش د یاد خبر په تأیید کې ویلي دي چې د دواړو خواوو تر منځ په دوه اړخیزو اړیکو او د ډېورنډ د کرښې د موضوعاتو په اړه یې د همکارۍ او همغږۍ ژمنې کړي دي.
د یادولو ده چې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ د لیدنې پرېکړه هغه مهال وشوه چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف کابل ته راغلی وو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close