افغان پولیسو ته د کلاشینکوفونو پرځای امریکایي وسلې ویشل کیږي

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري په وینا؛ دملي اردو ځواکونه له ۲۰۰۲ کال راهیسې د کلاشینکوفونو پر ځای امریکايي وسلې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۳ فرید افغان)

د کورنیو چارو وزارت وایي چې پولیسو ته د روسي کلاشینکوفونو پرځای نوې امریکایي وسلې ویشل کیږي.
د دې وزارت ویاند نجیب دانش رسنیو ته ویلي چې؛ امریکا‌ په پام کې لري چې پولیسو ته ام۴ او ام۱۶ امریکايي وسلې ورکړي.

داوسلې تر دې وړاندې افغان پوځ ته هم توزیع شوې وې چې اوس به له پولیسو هم ټول شته کلاشینکوفونه ټول او پر ځای به یې امریکایي توپک ورته وویشل شي.
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري په وینا؛ دملي اردو ځواکونه له ۲۰۰۲ کال راهیسې د کلاشینکوفونو پر ځای امریکايي وسلې کاروي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي؛ په پام کې وه دا بهیر تیرکال بشپړ شوی وای خو د نامعلومو دلایلو په اساس وځنډیده.
معلومه نه ده چې افغان پولیس څومره کلاشینکوفونه لري خو تیرکال روسیې هم له دې وزارت سره د ۱۰ زرو کلاشینکوفونو مرسته کړې وه.
د پوځي چارو کارپوه متقاعد جنرال عبدالواحد طاقت بیا دا کار سم نه بولي او زیاتوي؛ اافغان پولیس له کلاشینکوفونو سره بلدتیا لري او له امریکایی وسلو سره کاملاً نا اشنا دي چې په وینا یې داچاره به دجګړو په ډګر کې پر وسلوال ځواک ښې اغیزې ونه لري.
نوموړی زیاتوي؛ کلاشینکوف ژر نه خرابیدونکي وسله ده او په اسانه لیږدول کیږي.
امریکا همداراز د پوځ له لیکو هغو جنرالانو ته چې د روسانو له خوا روزل شوي و، هم د تقاعد موده کمه او لسګونه تنه یې له دندو لرې کړل چې ځای به یې د ناټو ځواکونو له خوا نوي روزل شوي پوځیان ډک کړي.
امریکا ویلي؛ چې تقاعد شویو افسرانو ته به منطقوي ځواک یا محلي اردو جوړوي او دوی به یې مشري پرغاړه لري

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close