افغان ځواکونو د عملیاتو په پلمه د کندوز بغلان لویه لاره وتړله

 

د بغلان ولایت چارواکي وایي چې په دې ولایت کې یې پراخ عملیات پېل کړي ترڅو ځینې هغه سیمې چې طالبان پکې وجود لري تصفیه کړي.

چارواکي وایي چې، د البرز ۲۲ تر نامه لاندې عملیاتو کې یې تر ډیره تمرکز د دواړو ولایاتو ترمنځ پر غځیدلې لاره او ورڅیرمه کلیو ده چې په وینا یې دا لار به دڅه وخت لپاره دخلکو د تګ راتګ پرمخ تړلې وي.

چارواکي همداراز ویلي چې له همدې مسیره غواړي په ځانګړي توګه په ډنډشهاب الدین سیمه چې تر ډیره د طالبانو تر نفوذ لاندې ده پراخ تصفیوي عملیات ترسره کړي.

د بغلان د پولیسو ویاند ذبیح الله شجاع رسنیو ته ویلي چې، دا عملیات د خلازیو او بابه‌نظر په سیمو کې پیل شوي چې د ډنډشهاب الدین او پلخمري ښار ته پر غځیدلې لار میشت کلي دي.
بل پلو د شاهین قول اردو مرستیال ویاند نصرت الله جمشیدي رسنیو ته ویلي چې هدف یې له دې عملیاتو څخه د ډنډ شهاب الدین د سیمې په ټولیزه توګه نیول دي.

ویاند ټینګار وکړ چې عملیات به ترهغو روان وي ترڅو یې چې یاده سیمه په ټولیزه توګه د طالبانو له شتون څخه نه وي پاکه کړې.
د ډنډشهاب الدین په سیمه کې طالبان له څوکلنو راهیسې پراخ حضور لري او افغان ځواکونه هڅه کوي چې ډیره تکیه په هوایي بریدونو وکړي.
چارواکو ویلي چې تر عملیاتو وروسته به په سیمه کې پراخې پوستې او پوځي قرارګاوې جوړې کړي.

دا عملیات داسې مهال پیلیږي چې حو ورځې وړاندې په غزني او اروزګان کې هم د دولتي ځواکونو پراخ عملیاتو پای ته ورسیدل.
طالبانو په دې ولایاتو کې د پیل شویو عملیاتو د ماتې خبر ورکړی و.

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close