افغان چارواکو امریکایانو سره په ګډه د امریکا خپلواکي ورځ ولمانځله

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۱۳)

افغان چارواکي وایي ، چې تیره ورځ مازدیګر مهال یې د امریکایي سفارت کې په تالار کې هغه غونډه کې ګډون وکړ چې د امریکا د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت را غوښتل شوې وه.
اجرایه رئیس دا کټر عبدالله پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي؛ چې په خپله وینا کې یې د ملي یووالي د حکومت په استازولۍ امریکایي ولس ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ویلې او هیله یې څرګنده کړې چې امریکا باید له افغانانو سره خپلې اړیکې تلپاتې او هر اړخیزې کړي.

د خپلواکي په دې لمانځغونډه کې د داکتر عبدالله سربیره د بهرنیوچارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني،ګل آغا شیرزي، د ملی دفاع وزیر او یو شمیر نورو لوړپوړو افغان چارواکو ګډون کړی و.
غونډې ته امریکایي سفیر جان بس او د قاطع ملاتړ قوماندان نیکولسن وینا وکړه او افغان چارواکو ته یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
شاوخوا ۲۴۲ کاله وړاندې په ۱۷۷۶ کال کې امریکا له بریتانیا څخه خپلواکي اخیستې وه چې دا ورځ هرکال په امریکا او یو شمیر هغو هیوادونو کې چې حکومتونه یې د امریکايانو لخوا تمویلیږي، په ځانګړو مراسمو سره لمانځل کیږي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close