افغان کرکټ لوبغاړي زمبابوې ته ورسيدل

کابل ټکی کام ارین افغان
د افغانستان د کرکټ بورډ وايي افغان لوبغاړي زمبابوې ته ورسېدل او هلته یې تود هر کلی شوی دی.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د سه شنبې په ورځ له کابل نه زمبابوې ته روانه شوه چې په هلته به د کوربه هیواد سره خپل تقسیم اوقات شوي لوبې کوي.
افغانستان به له زمبابوې سره پنځه یوه ورځنۍ او دوه د ۲۰ اورونو لوبې کوي.
دغه سفر کې به د لوبډلې نوی روزونکی انضمام الحق هم له لوبډلې سره ملگرى وي.
دغه لوبې د جمعې په ورځ د اکتوبر ۱۶ پیلیږي.
غوره شوي لوبغاړي
۱. اصغر ستانکزی (لوبډلمشر)۲. نورو منګل

۳. نور علي ځدران

۴. شهزاد محمدي

۵. سمیع الله شینواری

۶. محمد نبي عیسی خیل

۷. نجیب الله ځدران

۸. شفیق الله شفق

۹. حشمت الله شاهدي

۱۰. حمزه هوتک

۱۱. میرویس اشرف

۱۲. شاه پور ځدران

۱۳. دولت ځدران

۱۴. افتاب عالم

۱۵. فرید ملک

د شل اوریزو لوبو لپاره څلور بدلونونه

۱. د میرویس اشرف پر ځای کریم صادق

۲. د حشمت الله شاهدي پر ځای عثمان غني

۳. د نور علي ځدران پر ځای ګلبدین نایب

۴او د دولت ځدران پر ځای رشید ارمان

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close