افغان کرکټ لوبډلې ايرلنډ ته ماتې ورکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۱۷)

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د پنځوس اوريزو سياليو د لړۍ په څلورمه لوبه کې ايرلنډ ته ماتې ورکړه.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ټول لوبغاړي په ۴۹،۱ اور کې وسوځېدل او ايرلنډ ته يې د ۲۲۴ منډو هدف وټاکه.

په افغان لوبغاړو کې تر ټولو زياتې ۶۴ منډې محمد نبي عیسی خيل، ورپسې اصغر افغان ۵۴ منډې او راشد خان ۵۲ منډې وکړې.

د ايرلنډ ټول لوبغاړي د ۱۱۵ منډو په ترسره کولو وسوځيدل او لوبه د افغانستان په بريا پای ته ورسيده.

تر دې مخکې یوه لوبه ايرلنډ ګټلې، يوه افغانستان او یوه لوبه د باران ورښت له امله بې نتيجې شوې.

ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو تر منځ پنځمه پنځوس اوريزه سيالي سبا د یکشنبې په ورځ ترسره شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close