افغان کرکټ لوبډل مشر ستانکزي له افغانانو غوښتې چې د بریا پر وخت دې له ډزو ډډه وکړي

کابل ټکی کام چهارشنبه فرید احمد
تېره شپه د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د سکاټلنډ لوبډلې ته په څوارلس منډو ماتې ورکړه، چې ورسره سم افغانانو په یو شمېر ولایتونو کې د خوشالۍ ډزې پیل کړې.
د ننګرهار او خوست په شمول په یو شمېر ولایتونو کې یو شمېر ولسي وګړو مونږ ته ویلي دي چې له بریا وروسته پولیسو او ټوپکسالارانو ناتاره ډزې پیل کړې چې په نتیجه کې یې درې ماشومان ووژل شول.
نن سهار د افغان کرکټ لوبډل مشر اصغرستانکزي په خپله رسمي پاڼه له افغانانو غوښتې دي چې نور دې د بریاوو پر وخت له هوایي ډزو څخه ډډه وکړي او یادې خوښۍ په نورو لارو ولمانځئ.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close