افغان کرکټ ملي لوبډله لومړۍ لوبه نن له سکاټلنډ سره لري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۱۳) د نړيوال جام د غوراوي سياليو په ټورنمنټ کې نن افغان کرکټ ملي لوبډله خپله لومړۍ لوبه له سکاټلنډ سره کوي.

دغه لوبې په زیمبابوی کې کېږي او ټاکل شوې ده چې نن د مارچ میاشتې په ۴ مه نېټه د غرمې په دولس بجې د افغانستان او سکاټلنډ تر منځ لومړۍ لوبه پيل شي.

د نړيوال جام د غوراوي پړاو سياليو کې ټولې لس لوبډلې د ګډون په موخه زیمبابوې ته رسیدلې دي او دغه لس لوبډلې په دوه ګروپونو ويشل شوي چې په لومړي ګروپ کې ویسټ انډیز، ایرلینډ، هالنیډ، متحده عربي امارات، پي این جي او په دویم ګروپ کې افغانستان، زیمبابوې، سکاټلینډ، هانګ کانګ او د نیپال لوبډلې شاملې دي.

په دې سیالیو کې د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه نن او دوهمه لوبه يې د مارچ په ۶ مه د زیمبابوې سره، درېيمه د مارچ په ۸ مه له هالینډ سره او څلورمه د مارچ په لسمه له نیپال لوبډلې سره ترسره کېږي.

د دې لوبو درې ګټونکي ټيمونه به د سوپر سکس په نوم سياليو ته لاره پيدا کوي او د سوپرسکس پړاو کې به هره لوبه درې نورې لوبې کوي او د دوه لوبو په ګټلو سره به نيمه پايلوبې ته ووځي او د نيمه پايلوبې په خپلولو سره د ۲۰۱۹م کال د کرکټ نړيوال جام سياليو ته رسېدلی شي.

د کرکټ بورډ مرستيال وياند شرف الدين شاکر وايي، افغان لوبډله د نړيوال جام سياليو ته د رسېدو لپاره پوره چمتووالی لري او تمه ده چې د راتلونکي نړيوال جام سياليو ته لاره پيدا کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close