اقتصاد، زراعت او افغانستان!!

لیکنه: بدر منصور

د اسماني او ځمکنيو ادیانو؛ یا د الله (ج) او بندګانو د ادیانو مقابله زرګونه کلونه تاریخ لري. په هره زمانه کې چې الله تعالی د خپل استازي په توسط له اسمانه ځمکې ته د انسانانو د سم ژوندانه او یوازي د الله تعالی عبادت کولو لپاره کوم دین رالېږلی دی، همهاله د هغه استازي (پیغمبر) او د هغه د ملګرو سره هغه کسانو کلکه مقابله کړې ده چې د الله تعالی دین به ورته معتبر نه ؤ، له خپل ځانه به یې د دین په نوم ځانو ته څه اصول غوره کړي وه او د ډبرو، لمر، اور او نورو مادیاتو عبادت به یې کاوه.

د نورو پیغمبرانو تاریخ به نه څېړو، یوازې به د خاتم النبیین حضرت محمد صلی الله علیه وسلم او د ده د ملګرو د زمانې څه حوادث په نظر کې ونیسو.

بعثت:

کله چې الله تعالی خپل وروستی استازی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم مبعوث کړ، د رسالت او تبلیغ وظیفه یې ور وسپارله، رسول الله (ص) خپل کار ته ادامه ورکړه، خلک به یې د شرک او لادینیت څخه منع کول او یوازي به یې د الله تعالی عبادت ته رابلل؛ د مکې قریشو یې تکذیب وکړ او د ده خبره یې ونه منله، د ده او د ده د ملګرو سره یې دښمنی پیل کړه، سخت به يې ځورول، تعذیبول او تنګول .

 خیر مکي دور ؤ ، د هجرت او جهاد اجازه نه وه شوې، رسول الله صلی الله علیه وسلم ۱۳ کاله همدغه د سختیو ژوند په دعوت تیر کړ، سلګونه خلک اسلام ته داخل شول تر څو بیا الله (ج) د هجرت اجازه او بیا د جهاد امر  ورته وکړ.

د رسول الله (ص) او ملګرو د مشرکانو ، یهودو او نصارؤ سره مقابله او جنګونه پیل شول، د احد، خندق، حنین، خیبر، بدر او نورې غزوې وشوې؛ مشرکانو په هر میدان کې شکست وخوړ، صحابه کرامو فتوحات وکړل آن تر دې چې صحابه کرامو به ویل چې که د الله تعالی نوره ځمکه وای موږ به فتح کړې وای.

 کافران هم حیران وه چې د مسلمانانو سره څنګه مقابله وکړي.

 یو وخت د کافرانو یو مشر (پاپ) له مسلمانانو سره بندي شو او په زندان کې یې دا فکر وکړ چې مسلمانان د عقېدې او فکر پر بنیاد جنګیږي چې همېشه ګټونکې دي، هماغه ؤ چې فکر یې وکړ او د مسلمانانو پر ضد یې فکري جګړې ته پام شو او ویې ویل “موږ باید له مسلمانانو سره فکري جګړه وکړو او هلته ماته ورکړو.” کله چې ازاد شو نو د مسلمانانو پر ضد یې بېلا بېلې فکري، سیاسي او اقتصادي دسیسې په کار واچولې چې یوه پکې استشراق یا ختیځ پوهنه وه.

استشراق:

ﭘﻪ ﺩﻗﯿﻖ ډﻭﻝ ﻧﻪ ﺩﻩ ﻣﻌﻠﻮﻣﻪ چې ﭘﻪ ﻏﺮﺏ ﮐې ﺷﺮﻗﻲ ﻋﻠﻮﻣﻮ ﺍﻭ ﻣﮑﺎﻟﻤﺎﺗﻮ ﺗﻪ ﻭړﺍﻧﺪﻱ شﻮﯼ ﻟﻮﻣړﯼ ﺷﺨﺺ څوﮎ ﻭ ؟

ﺧﻮ ﺑﯿﺎ ﻫﻢ ﺩﻭﻣﺮﻩ ﻭﻳﻼﯼ ﺷﻮ، چې ځیني ﻏﺮﺑﻲ ﺭﺍﻫﺒﺎﻧﻮ ﺩ ﺍﻧﺪﻟﺲ ﺩ ﺩﻳﻨﻲ ﻣﺪﺍﺭﺳﻮ ﺳﺮﻩ ﺍړﯾﮑﻲ ﺩﺭﻟﻮﺩې ﺍﻭ ﺩ ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﻮ ﻋﻠﻤﺎؤ ﺳﺮﻩ ﺷﺎګﺮﺩﺍﻥ ﺷﻮﻝ، ﻗﺮﺁن کرﯾﻢ ﺍﻭ ځیني ﻋﺮﺑﻲ ﮐﺘﺎﺑﻮﻧﻪ ﯾې ﺧﭙﻠﻮ ﮊﺑﻮ ﺗﻪ ﻭﮊﺑﺎړﻝ.

ﺩ ﺩې ﺭﺍﻫﺒﺎﻧﻮ ﻟﻪ ډﻟﻲ څﺨﻪ ﻓﺮﺍﻧﺴﻮي ﺭﺍﻫﺐ ﺩ ﺟﺮﺑﺮﺕ ﭘﻪ ﻧﺎﻣﻪ ﭘﻪ -۹۹۹ ﻣﯿﻼﺩﻱ ﮐﺎﻝ ﮐﻲ ﺩ “ﺭﻭﻣﺎ” ﭘﻪ ﻧﻮﻡ ﺧﭙﻠﻪ ﻋﺒﺎﺩﺗګﺎﻩ ﭘﺮﺍﻧﻴﺴﺘﻠﻪ ، ﭘﻪ ﻫﻤﺪې ﺗﻮګﻪ ﺑﻄﺮﺱ ﺍﻭ ﺩ ﺟﯿﺮﺍﺩﻭﻱ ﮐﺮﯾﻤﻮﻥ ﭘﻪ ﻧﻮﻡ ﺭﺍﻫﺒﺎﻧﻮ ﭘﻪ ﺍﻧﺪﻟﺲ ﮐې ﺯﺩﻩ ﮐړﻱ ﺗﮑﻤﯿﻞ ﮐړﻱ ﺍﻭ ﺧﭙﻠﻮ ﻫﯿﻮﺍﺩﻭﻧﻮ ﺗﻪ ﺭﺍﻭګﺮځﯧﺪﻝ. ﺩ ﻋﺮﺑﻲ ﮊﺑﻲ ﻣﺪﺭﺳې ﯾې ﺟﻮړﻱ ﮐړﻱ ﺍﻭ ﺧﭙﻠﻮ ټﻮﻟﻨﻮ ﺗﻪ ﯾې ﺩ ﻋﺮﺑﻲ ﮊﺑﻲ ﺯﺩﻩ ﮐړﻱ ﭘﯿﻞ ﮐړﻱ ، ﭼﻲ ﻟﻮﻣړۍ ﻳې ﺩ”ﺑﺎﺭﻭﻱ” ﭘﻪ ﻧﻮﻡ ﺩ ﻋﺮﺑﻲ ﮊﺑﻲ ﺩ ﺯﺩﻩ ﮐړﻱ ﻣﺪﺭﺳﻪ ﺟﻮړﻩ ﮐړﻩ، ﭼﯥ ﺗﺮ ۱۸ ﻗﺮﻥ ﭘﻮﺭﻱ ﻓﻌﺎﻟﻪ ﻭﻩ.

اقتصادي ضربه:

مستشرقینو مسلمانان د خپل دین په مسایلو کې شکمنول، تحریف یې کاوه او هغه مسایل یې راپورته کول چې ساده لوحه مسلمان به پکې خطا کېدل، یوه هم په اقتصاد او زراعت کې د کوکنارو او بنګو د کښت مسئله وه.

غربیانو غوښتل چې مسلمانان په اقتصادي لحاظ هم کمزوري کړي او زور یې اوبه کړي، دوی داسې ذهنیت خپور کړ چې بنګې، تریاک او نور مخدرات حرام دي، ځکه چې نشه او اعتیاد زېږوي او نشه حرامه ده، له ځانه یې صغرا او کبرا ورته وتراشل او باطله نتیجه یې ځني راوایسته، په داسې حال کې چې غربیان خپله په زیاته اندازه د مخدراتو تولید کوي، په مکسیکو کې هر کال دومره کوکنار کرل کیږي چې د افغانستان کښت په لس کاله په هغه اندازه تولید نه شي کوی، په پاکستان کې، په ټولو غربي او اروپایي هیوادونو کې مخدرات کرل کیږي صرف دوی خپلو مخدراتو ته قانوني حق ورکوي او د مسلمانانو څخه خاصتاً د افغانانو څخه دغه حق سلب کوي.

جغرافیه:

په جغرافیایي لحاظ اسیا تر نورو وچو مهمه ده، دا ځکه چې د ځمکې منځ دی او د لمر خط سیر ته ښه عیاره ده، او زراعت د لمر څخه استفاده کوي، که لمر نه وي یا کمزوری وي هلته سم زراعت او باغونه نه کیږي، نو د اسیا زړه بیا افغانستان دی، افغانستان ښه هوا لري، اوبه لري او په هر موسم کې د ځمکې څخه مفادات لري، باغونه، مېوې او هر شی پکې کیږي.

د شرق او غرب ځمکې دغه شان نه دي، هغه که امریکا، کاناډا، روسیه، اسټرالیا، برازیل او اروپایي هیوادونه دي. ځمکې یې تر ډیره کنګل دي، هوا یې تل یخه وي او لمر پکې لږ وخت او کمزوری وي، په محدودو منطقو کې محدود قسم زراعت یا باغ کیږي هغه هم کمزوری.

 نو دوی همېشه زور وهي چې افغانستان خپل مستعمره وګرځوي تر څو د زراعت تولید یې وکړي او که یې افغانان مخالفت کوي نو دوی یې باید په یوه او بله پلمه زراعت له منځه یوسې.

فقهي قاعده:

د فقهي قاعده ده کوم شی چې هم د ګټې هم د ضرر لپاره استعمالېدلی شي، مباح دی.

تر دغې قاعدې لاندې ډېر شیان راځي، لکه کمپیوټر، مبایل، انټرنیټ، فیسبوک او داسې نور.

مثلاً که یو څوک لوړ فشار لري او د فشار د ټیټولو دواء استعمال کړي، د ده صحت ته ګټمنه ده. او که دغه دواء د ټیټ فشار سړی وخوري، وژني يې؛ نو که موږ له ځانه صغرا او کبرا ورته لټوو، دغه د ټیټ فشار درمل هم د حرمت حکم اخلي.

همدغه راز کوکنار بنګې او مخدرات هم دي : که وکرل شي، تریاک او چرس ترې وایستل شي، تولید شي او د دواء او نورو مفاداتو لپاره استعمال شي، ګټور دي او که چرس، تریاک او پوډر وڅکول شي او ځان په نشه کړي  دا بیا ضرر دی.

افغانستان په اقتصادي لحاظ کمزوری او نورو هیوادونو ته اړتیا لري ؛ په داسې حال کې چې د افغانستان نباتات او زراعت د ځان تر څنګ د نړۍ ډېر هیوادونه هم پوره کولی شي.

 افغانان باید د ښه اقتصاد او تجارت لپاره ښه زراعت وکړي، دومره کوکنار او بنګې وکري چې شاړه ځمکه ترې پاته نه شي، په ښه کیفیت تریاک او چرس ځني تولید کړي او بهرنیو هیوادونو ته یې ولېږي. وروسته یې مسؤلیت د هغوی دی که د ګټي یا ضرر لپاره یې استعمالوي.

مسئله:

د شریعت له نظره دغه مسئله داسې ده چې د بنګو او کوکنارو کښت او تولید جواز لري او مباح دي ؛خو پوډر یا چرس څکول په دې حکم حرام دي چې ” کل مسکر حرام “و یحل النافع من البنج و سائر المخدرات للتداوي و نحوه ، لان حرمته لیست لعینه ، و انما لضرره.

الفقه الاسلامي و ادلّته : ج ۷ / ص ۵۵۰۵

مبسوط السرخسي : ج ۹ / ص ۲۴

حاشیة ابن عابدین : ج ۵ / ص ۳۲۵

فتح القدیر : ج ۵ / ۱۸۴

احسن الفتاوی : ج ۸ / ص ۴۷۵

محمودیه : ج ۱۸ / ص ۱۷۹

ان البنج حلال مطلقًا علی الصحیح.

البحرالرائق : ج ۵ / ص ۳۰

و في النهر التحقیق ما في العنایه انّ البنج مباح.

الدر المختار : ج ۴ / ص ۴۲

السکر الحاصل من البنج حرام لا ان البنج حرام ، انه مباح.

العنایه شرح الهدایه : ج ۵ / ۳۰۹

و کلام المصنف یدل علی ان البنج مباح.

البنایه شرح الهدایه : ج ۶ / ص ۳۵۵

البنج للتداوي لا بأس به

لسان الحکام : ج ۱ / ص ۴۰۱

اذا لم یکن حراماً اصلاً فلا عبرة بنفس السکر کالشرب البنج و نحوه.

بدائع الصنائع في ترتیب الشرائع : ج ۷ / ص ۴۰

و قال شیخ الاسلام خواهر زاده في شرحه ” اکل قلیل السقمونیا و البنج مباح للتداوي “.

البنایه شرح الهدایه : ج ۱۲ / ص ۳۷۰

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close