الجزیره: د افغانستان(۵۹)ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو په لاس کې دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۸)

الجزیرة انګلیسي په یوه څیړنیز مطلب کې ویلي، د ملي یووالي حکومت د خپلې بقا وروستۍ سلګۍ وهي او طالبانو د هیواد په زیاتره برخو خپل حاکمیت ټینګ کړی.
یادې خبري شبکې ویلي؛ د افغانستان حکومت د هیواد په ۵۶.۳ خاوره حاکمیت لري چې تر سلو پورته ولسوالۍ یې په کنترول کې دي.
دغه راز د ۱۱۹ نورو ولسوالیو بیا یواځې مرکزونه له حکومت او نورې سیمې له طالبانو سره دي .
الجزیرة ویلي ؛ د دغه هیواد د ۵۹ ولسوالیو حاکمیت په بشپړ ډول له طالبانو سره دی او حکومت په کې هیڅ راز فعالیت نه لري.
الجزیرة لیکي؛ طالبان اوس تر ټولو په قوي موقف کې دي او د  بهرنیانو په شتون کې هم ورځ تر بلې پرمختګونه کوي.
باید وویل شي چې نن د پارلماني ټاکنو ورځ وه چې د هیواد په زیاتره سیمو کې د طالبانو د حُکم پر اساس خلکو رایې ورکولو ته زړه ښه نه کړ او له دې پروسې سره یې پریکون وکړ.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close