الدعاء مخ العبادة – دعا د عبادت مغز دی


لیکوال : ذبیح الله انوري
په ذهن کی مې یوه پوښتنه له ډیره وخته ګرزېدله شاید د نورو ملګرو او لوستونکو سره هم دا پوښتنه وي کوشش مې کاوه چې له یو داسې کس څخه یې وپوښتم چې زما د پوښتنې په روح باندې پوه شې او معقول، مطمن او زړه منونکی  ځواب راکړي خېر قیصه رانه اوږده نه شي څه به دې سر خوږوم  نن مې دا هغې پوښتنې ځواب پیدا کړ غواړم چې له تاسو سره یې شریکه کړم .
پوښتنه مې له خپل استاد څخه وکړه او ورته ومې وویل چې ماته تر نن پورې د انسان د غوښتنو یعنې ارمانونو او د الله تعالی د ورکړې تر منځ د ربط او تړاوو باندې ذهن خلاص نشو یعنې د انسان ۸۰ سلنه غوښتنې پر ځای وي که الله تعالی دغه غوښتنې پرځای کړي نو پدې کې کوم نقصان یا کوم حرج خو نه واقع کیږي او که پوره یې نه کړي دا یو قسم ناانصافی نه وي .
 ما وویل مثلاً یو زده کونکی د امتحان پرچې لپاره  خواري کوي، کوشش کوي او زحمت باسي د امتحان په شپه نفل کوي دعا ګانې غواړي، یو خوار غریب مریض شي د یو ښه ډاکټر نه په ډیرو روپیو  علاج وکړي او ورسره دعاګانې او زارۍ کوي د صحت لپاره د ژوند لپاره ، یو تاجر د ښار په مناسب ځای کې دوکان جوړوي پریمانه مصرف ورباندې کوي او ورسره د الله تعالی نه د خیر او برکت دعاګانی هم غواړي، یو زلمی د خپلې خوښې نجلۍ سره واده کول غواړي ، بې روزګاره کس د روزګار لپاره خارج ته په قاچاق او په مرګ ځان رسوي د عربو ویزې لپاره هلې ځلې کوي، یو بزګر غریب ټول کال خواري کوي تر څو ښه فصل یې وشي، یو ذده کونکي ۱۶  کاله ذده کړه کوي تر څو روزګار پیداکړي، موراو پلار په اولاد باندې ښه تعلیم کول غواړي، وږی سوالګر یوه مړۍ ډوډۍ غواړي او تګی یوه پیاله اوبه .
لیکن د دغو خلکو دغه غوښتنې تر غوښتنو پورې محدودې پاتې شي هغه ذده کونکی  د ذده کړې کوشش او ذهانت سره ناکامېږی، مریض د دعاګانو کولو سره سره دنیا نه سترګې پټې کړي، تاجر هم همغسې  پاتې وي، هغه ځوان زلمی خپله ځوانۍ په اوبو لاهو کړي دحلالې نکاح لپاره  خو څه شی په لاس ورنشي، د بزګر غریب دی ټول کال خواري په یو ساعت کې طوفان یا سیلاب له منځه یوسي، هغه  لیسانسه محصل ډګري په لاس کې زړه شي خو وظیفه نه ورته پیدا کېږي او  د مور پلار ارمانونه هم له خاورو سره خاورې شي.
استاد لږه شېبه چپ پاتې شو بیا یې یوه اوږده ساه راکش کړه او بیا یې راته وویل چې ستا ګیله پر ځای ده خو تا ته  ددې ټولو کارونو  یو طرف ښکاري بل طرف یې درنه پټ ده  هغه وویل مثلاً تا به اکثروخت  لیدلي وي چې شپې ناوخته یو ماشوم تی غواړي خو مور یې نه ورکوي اګر چی پۍ د مور د سینو په سر کې وي خو بیایې هم نه ورکوي په ژړا ژړا یې ویده کړي د تی ورنکړي .
ولــــې؟ ماشوم په سرک باندې مستي کول غواړي خو مور او پلار یې اجازه نه ورکوي ولـــې ؟ ماشوم د روان موټر سر باندې ختل غواړي خو مور او پلار یې اجازه نه ورکوي ولـــې؟ ماشوم چړې سره مستي کول غواړي خومور او پلار  یې نه پرېږدي ولـــې؟ ماشوم ګرم اوبو ګرم چایې ته لاس ورړول غواړي خو مور او پلار یې نه پرېږدي ولـــې؟  زه ښه متوجې شوم او هغه وویل!
ځکه مور یې پوهېږي که ناوخته تې ورکړي نو  ماشوم مریضېږي، د روان موټر په سر یې نه پرېږدي چې و به غورځي، ماشوم ته په سرک باندې لوبو ته اجازه نه ورکوي چې موټر یې نه وهي، چاړه نه ورسره پرېږدي چې ځان به پرې ژوبل  کړي.
که چېرته مور او پلار د اولاد دغه غوښتنې ومني څه نتیجه به وي؟ ما ورغبرګه کړه چې د ماشوم او د نورو انسانانو تر منځ څه اړیکه ده چې ته ماته دا مثالونه بیانوې هغه بیا مسکی شو او وو یې وویل انسان د الله تعالی مخلوق دی او الله تعالی په زړه کې د خپل بنده لپاره د اویاوو(70) میندو نه زیات محبت دی  هغه خپل مخلوق ښه پېژني  چې دې وخت کې زما بنده د څه شي ډیر ضرورت دی انسان  خو د هغه څه نه خبر دی چې دی ورسره لاس او ګرېوان دی د خپل راتلونکی نه ناخبره ده چې سه به پېښېږی د راتلونکی علم یواځې الله تعالی ته ده هغه ناپوهه ماشوم چې د کومو شیانو غوښتنه کوي که ورکړای شي نو څه نتایج به ولري باوجود ددې چې هغه ددغه غوښتنې څومره په ټینګښت په ژړا او زارۍ سره کوي خو مونږ اوتاسې یې نه ورکوو ځکه مونږ او تاسو خو یې په نقصاناتو خبر یو.
زمونږ غوښتنې او ارمانونه هم د هغه ماشوم په شان دی ځکه زمونږ سوچ او فکر محدود دی د راتلونکی نه ناخبره یو بیا هم خپل قسمت باندې ژاړو او د الله تعالی نه ګیلې کوو .
استاد راته یو بل ښکلي او زړه پورې مثال راکړ  وایې که چېرته یو محصل پوهنتون څخه ووېستل شی هغه به دغه وېستل څومره لویه ناکامې ګڼي (بیل ګیټس) دمائکرو سافټ باني چې کله د هارورډ پوهنتون څخه ووېستلای شو نو حتماً هغه به د ځان لپاره دا څومره لویه ناکامي ګڼلې وي حالانکه دا د هغه لپاره څومره لویه کامیابي وه  چې د پوهنتون څخه په وېستلو هغه د مائکرو سافټ بنیاد یې کېښود او په بیل ګیټس مشهور شو لږ سوچ وکړه   کچېرته بیل ګیټس د پوهنتون څخه نه وای وېستل شوای نو نن به هغه چېرته معمولي کارګر او یا چېرته اوستاد وو  هغه به د نه  خارجېدلو دو اویا د بیا داخلي لپاره څومره هلې ځلې  او څومره زاري کړي وي بلکه الله تعالی د انسان په راتلونکی ښه خبرده زمونږ د دعاګانو نه قبلېدل زمونږ د ارمانونو نه پوره کېدل دي په دې نه پورا والي کې د الله تعالی لوی لوی مصلحتونه دي دعا هر وخت کوه اوپه لوی رب یې سپاره نو ما یو ځل بیا ورغبرګه کړه او ورته وومې ویل چې ددې مطلب خو داشو چې دعا غوښتلو نه نه غوښتل غوره دي استاذ مسکی شو او وویل چې نبی کریم صلی الله علیه والسلام حدیث مبارک ده(الدعاء مخ العبادة)چې دعا د عبادت  مغز دی خو په دې شرط چې ستا دعاګانې د ګیلو نه خالي او پاکې وې .
6/2/2016 زیديز کال

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close