الله جل جلاله ته خوښ خویونه

راټولونکی : محمد یوسف متوکل
۱-  دشیدولپاره یوچاته څاروی ورکول
۲- دصله رحمی قطعه کوونکی سره صله رحمی کول
۳-په وږی انسان باندی ډوډی خوړل
۴- په تږی انسان باندی اوبه څښل
۵ – دسلام ځواب ورکول
۶ – پرنجی کوونکی ته دالحمدالله دویلوپه ځواب کی یرحمک الله ویل
۷ – له لاری څخه ضرری شیان لری کول
۸ – له مزدورسره مرسته کول
۹ – بی کاره انسان ته کارورکول
۱۰ – دڅاروی بچی خپلوانوته ورکول
۱۱ – دڅپلی تړونی ورکول
۱۲ – ډارشوی انسان ته ډاډورکول
۱۳ – په ستونزوکی اخته له ستونزوڅخه خلاصول
۱۴ – دمسلمان ورورشرعی اړتیاپوره کول
۱۵- پرمسلمان ورورباندی پرده اچول
۱۶ – مسلمان ته په مجلس کی ځای ورکول
۱۷ – دمسلمان خوشحالول
۱۸ – له مظالم څخه منع کول
۱۹ – ظالم له ظلم څخه منع کول
۲۰ – دخیراونیکی لاره ښودل
۲۱ – نیکیوته خلک رابلل
۲۲ – له بدیوڅخه خلک منعه کول
۲۳ – دخلکوترمنځ صلحه کول
۲۴ – نادراه په ښه خبره ځوابول
۲۵ – دونوکینول
۲۶ – بوټی اوفصلونه کرل چی مسلمان انسان اوځناور ورڅخه ګټه واخلی
۲۷ – ګاوندی ته ډالی ورکول
۲۸ – دمسلمان لپاره سپارښت کول
۲۹ – دناروغ پوښتنه کول
۳۰ – دمسلمان سره لاس یوکول
۳۱ – یواځی دالله جل جلاله دخوښی لپاره له بل –  مسلمان ورورسره مینه کول
۳۲ – یواځی دالله جل جلاله دخوښی لپاره له بل مسلمان سره کیناستل
۳۳ – یواځی دالله جل جلاله دخوښی لپار له بل مسلمان ورور سره لیدنه اوکتناکول
۳۴ – یواځی د الله جل جلاله دخوښی لپاره پربل مسلماباندی خرچه کول
۳۵ – عزتمن انسان چی کله ذلیله شی په رحم کول
۳۶ – دمالداره سړی چی کله لاس بندی شی له هغه سره مرسته کول
۳۷ – دهغه عالم مرسته کول چی دناپوهو انسانانوترمنځ بی عزته کیږی
۳۸ – غیبت کوونکی له غیبت څخه منعه کول
۳۹ – پرمسلمان باندی سلام اچول
۴۰ – دپنډ اوبار په پورته کولو کی له سپاره سره مرسته کول

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close