الله ج شته او کنه؟

عزیر اسدخیل

په یوه خارجي هیواد کې یو مسلمان د سر وېښتانو د اصلاح کولو لپاره د نایي (سلماني) دکان ته ولاړ، مسلمان له نايي سره يې خبرې اترې شروع کړې. پر مختلفو موضوعاتو وغږېدل؛ خو ناپامه د الله ج په اړه خبرې رامنځته شوې.

نایي وویل:

زه د الله ج موجودیت نه منم!

مسلمان ورته وویل:

(نعوذ باالله‌) دا څه وایې، ولې؟

نایي ورته وویل:

که الله ج موجود وای؛ نو خلک به ولې په مشکلاتو، تکلیفونو او مصیبتونو اخته وای؟ ولې به خلک د ژوند په چارو کې پرېشانه وای؟.

کله چې مسلمان د نايي له دکان څخه راووت، ګوري چې کوڅه کې داسې یو سړی راروان دی چې د سر وېښتان یې ډیر اوږده، چټل او ببر ولاړ دي. داسې ښکارېده چې نوموړي د سر وېښتان د ډیرو ورځو راهیسې نه وه اصلاح کړي. مسلمان چې سړی پر داسې حالت ولید؛ نو له لاس څخه یې ونیوه او بیرته د نايي دکان ته ولاړ، نايي ته یې ور غږ کړل:

یوه خبره مې درته کوله، زه دا نه منم چې په نړۍ کې نایي شتون لري!

نایي په ډېرې حیرانۍ سره وپوښتل:

څنګه په نړۍ کي نايي نشته؟ زه نایي یم.

سړي ور غږ کړل:

نه نایي بالکل نشته، که چیرې نایي موجود وای؛ نو خلک به ببر سر نه ګرځېدل، لکه دغه سړی چې ما له لاس څخه نیولی دی.

نایي په ځواب کې وویل:

نایي شته؛ خو ستونزه پدې کې ده چې، خلک نایي ته نه ورځي.

مسلمان هم په ځواب کې ورته وویل:

سمه خبر مو وکړه، حقیقت دا دی چې الله ج موجود دی؛ خو انسانان الله چ ته رجوع نه کوي، د الله ج د رالیږل شوي کتاب قرآنکریم  د زده کړې او پوهې تلاش نه کوي؛ نو ځکه په نړۍ کې انسانان په آفتونو او ستونزو ګرفتار دي او د ژوند چارې پرې تنګې او سختې دي.

وَمَنْ أَعْرَضَ عَن ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكًا.

(سورت طه ایات ۱۲۴)

ژباړه:

او هر چا چې زما د پیغام یا پند (قرآن کریم) څخه مخ وګرځوه؛ نو په ریښتیا سره ژوند به پرې تنګ وي.

اړوند مطالب

1 thought on “الله ج شته او کنه؟”

  1. د قرآن بلبل
    لیکوال: ندیم سالار

    پېژندنه:

    رجب طیب اردوغان د فروري په۲۶مه په ۱۹۵۴م کال کې په استانبول ښار کې زیږیدلی دی، کورنۍ يې د ګرجستان پخواني مهاجر دي، چې دا خبره خپله اردوغان په ۲۰۰۴م هغه وخت اعلان کړه چې ګرجستان ته په رسمي سفر تللی و، په خپله ځوانۍ او د تحصیلي دورې په دوران کې اردوغان په یوه ښاري شرکت کې کار پیل کړ، چې وروسته د کار نه ځکه وایستل شو چې د خپل مشر په وینا ږیره يې نه خرېیله، په همهغه کال د نجم الدین اربکان رح په ګوند کې شامل شو.

    سیاست ته راتګ:

    په ۱۹۷۰م کې خپلمنځي اختلافات ډیر شدید شول تر داسې حده چې په ۱۹۸۰م کې د یوې کودتا په ترڅ کې حکومت ړنګ شو، نوي حکومت ټول سیاسي احزاب منحل کړل، په ۱۹۸۲م کی يې خپله ۲کلنه عسکري دوره پیل کړه، خو په ۱۹۸۳م کې حزبي سیستمونه یو ځل بیا آزاد او ګړندي شول، اربکان یو ځل بیا په نوې نوم (رفاه) ګوند تأسیس کړ، اردوغان څو ځلې پارلماني انتخاباتو ته کاندید شو خو تر ۱۹۹۱م پوري يې هيڅ نتیجه ور نه کړه، په ۱۹۹۱م کې د رفاه اسلامي تنظیم په دې وتوانیدی چې لس ۱۰%فیصده رایې ترلاسه کړې او حداقل په پارلمان کې شامل شي، د همدې ګوند له لوري اردوغان له استانبول نه د نماینده په صفت غوره شو.

    ښاروال:

    په ۱۹۹۴م کې اردوغان د استانبول ښاروال شو، اردوغان په دغه موده کې د نقل و حمل سیسټم په دومره معیاري کیفیت جوړ کړ چې د استانبول خلک ورته حیران شول، دی د خپل قابلیت، ایماندارۍ او ریښتني خدمت له کبله ډیر مشهور شو، خو په ۱۹۸۹م کې د بي اوغلو ښار د ښاروالۍ په انتخاباتو کې له ناکامېدلو وروسته يې محکمې ته د درغلۍ شکایت وکړ، خو قاضي د ده دعوه بې اساسه وبلله، اردوغان هم قاضي ته په ځواب کې وویل: “ته حق نه لرې چې د مستانو او لیونیانو غوندې احکام صادر کړې”. د ده دا خبره د دې دلیل شوه چې د یوې هفتې لپاره د بایرام پاشا ښار په محبس کې بندي شې، په ۱۹۹۸م کې د یوه اسلامي حماسي شعر په لوستلو د لسو میاشتو په حبس محکوم شو خو فقط ۴میاشتي په زندان کې پاتي شو.

    لومړۍ وزیر:

    د اردوغان سابقې، ایمان او هڅو ته په کتلو سره د رفاه اسلامي تنظیم هغه وخت چې د ترکيې د پارلمان زیاتي څوکۍ يې په واک کې وې د یو قانون په تصویب کولو سره اردوغان د خپل لومړي وزیر په صفت معرفي کړ.

    اردوغان په ډېره ځیرکتیا سره خپل اصل اهداف مخفي وساتل، د اروپا په اتحادیه کې د شمولیت او حجاب په اړه يې له څه ویلو نه ډډه وکړه، همدا دلیل شو چې امریکا ته په خپل لومړي سفر کې “د امریکا د یهودي ټولني جایزه” ترلاسه کړه، هغوی ګمان کاوه چې نورو خلکو غوندي به اردوغان هم تر خپل نفوذ او تأثیر لاندي راولی، تر څو په سیمه کې د فلسطینیانو مدافع پاتې نه شي، اردوغان یوازینۍ مسلمان مشر دی چې دغه جایزه يې ترلاسه کړې ده.

    د ۲۰۰۵م د نومبر په میاشت کي د یوې مسلمانې ترکۍ پیغلې په توسط د اروپا د بشر د حقوقو ادارې ته دا شکایت وشو چې: ترکیه دې د حجاب ممنوعیت لغوه کړي، خو هغې محکمې په ډیره سپین سترګۍ سره دا دعوه رد کړه، ځکه محکمې ویل چې د ترکیې دغه حکم قانوني حکم دی، د محکمې غیر منصفانه قضاوت اردوغان ډیر په غصه کړ، ځکه اردوغان په همدغه غیر رسمي شکایت سره غوښتل حجاب آزاد کړي.

    اردوغان د نړیوال بانک د اقتصادپوه (کمال درویش) په مرسته وکولای شول چې د ترکیې اقتصادي کچه بې ساري پورته کړي، اردوغان د ترکیې اقتصاد ۷،۳%ته ورسوئ.

    په ترکیه کې د اسلام زېری:

    هغه هیواد چې هلته د لسیزو راهیسې د قرآن مجید په عربي رسم الخط لیکل هم منع و، نه ښځو سر او څېره پټولای شوه او نه نارینه‌و ته د سر د پټولو او ږيرې پرېښودلو اجازه وه.

    هغه ځای چې په مساجدو کې يې اذان بند شوی و. ږیره پریښودل حتی داسي جرم و چې په اړه يې د مرګ سزا هم ورکول کیده، د اسلام نوم اوچتول، د خپل اسلامي نسبت یا د اسلام د ماضي پوري وابسته یادګار ایښودل، یا داسی کوم کار کول چې د اسلامیت په زُمره کې راځي، ستر جرم و.

    په هغه هیواد کې نن اسلام آزاد دی، مسلمانان سرلوړي دي، هر لوري ته حجاب او ږیرې شته …

    اسلامي احکام د بریا او پرمختګ خو سیکولرزم د زوال په دُرشل کې دی.

    ټولنه د خپل ښایسته ماضي په لور روانه ده، د خلافت یادګارونه یو ځل بیا تعمیریږی، تاریخي آثار يې خوندي کېږي، علماء او مشایخ معزز دي او له هر څه نه پورته د عوامو جذبه او رجوع د اسلام لوري ته د قدر او یادوني وړ ده.

    هلته نن یو داسي شخصیت حاکم دی چې په ډیر ښکلي غږ او تجوید سره قرآن لولي او په خپل هیواد کې “د قرآن بلبل” په لقب مشور دی. داسې حاکم چې د پنځو وختونو لمونځونه په جماعت سره اداء کوي، همهغه مشر چې امین او صادق دی، چې د ملت علمبردار او د امت خیر غوښتونکی دی، هغه چې زړه يې د امت لپاره درزا کوي، هغه چې د هر مظلوم مسلمان حامي او عملي مرستندوی دی، هغه چې له بورما نه نیولې بیا تر سوریې او فلسطین پورې د هر مظلوم مسلمان کفیل دی، چې د اسراییل مخالف او د فلسطینیانو د زړه سر دی.

    هغه چې په هر مشکل وخت کې يې د امت په سر لاس ایښی دی او عملي اقدام يې کړی دی.

    هغه چې د عثماني خلافت یادګارونه يې ژوندي وساتل، هغه چې د علماو او مشایخو قدردان دی او هغه غیرتي شخص چې په نړیواله سطحه يې د هر ظلم په خلاف غږ اوچت کړی، هو! همهغه چې بهترین سیاست پوه دی، د خپل اسلامي سیاست په مټ يې خپل هر مخالف په ټیټولو مجبور کړ، هغه چې د اروپا او نړیوال سیاست لوبغاړي يې په هر میدان کې په ګونډو کړل.

    هغه چې د نړۍ تر ټولو ستر سیکولر هیواد او قوم بیرته د خپل عظمت په لور راولي او تر ډېره حده بریالی شوی هم دی.

    الحمد لله چې اردوغان او ګوند “د عدالت او پراختیا ګوند” يې د ترکیې په عامو ټاکنو کې بریالي شول، په دغو ټاکنو کې د ده مقابل لوري ته یوازې د ترکیې سیکولران، قوم پرسته کردان او ملحد عناصر نه ول، بلکې د ده مقابله له اروپا او هغو عناصرو سره وه چې د غرب د ایجنټانو په صفت په منځني ختیځ او اسلامي نړۍ کې ټول اسلامي امت په خپلو ذلیلو افکارو او اعمالو سمبالول غواړي، دا داسي پړاو و، چې یوازې ترکیه د دوی د عزایمو په لار کې خنډ جوړیدی شو. د دوی مقابله له اسرائيل سره هم ځکه وه چې هغوی پر فلسطین د آخری وار (حملې) انتظار کوي. اوس که اسرایيل په سیمه کې کوم خطر احساسوي هغه د اردوغان له ترکیې نه. هغه اردوغان چې د فلسطین په اړه د ایراني دروغجنو او مکارو اخندانو غوندې تش دیالوګ نه وايي بلکې د زمري غوندی په شدت سره رد عمل هم کوي.

    اردوغان ددوی ټولو په مقابله کې سرلوړی، فاتح او بریالی شو، نن له سوريې او فلسطین نه نیولې تر بورما پوري ټول امت د ده بریا په خوښیو لمانځي، د شکر سجدې کوې، خو پر منافقینو او بادارانو يې سکوت او وېره خپره ده.

    زموږ ځیني جذباتي او د مغلوبو فکرونو مسلمانان او وړونه هم داسې دي چې د دې خوښۍ پر وخت د بې بنیاده او احساساتي خبرو پر بناء نه یوازې پر مسلمان ترک ملت، بلکې پر محترم اردوغان او هغو خلکو پر ضد په فتوی او ټاپه لګولو مصروف دي چې خوښ دي، خپله خوښي لمانځي او یو بل ته مبارکۍ وايي.

    زه هم شخصاً تېره شپه پر دغو کړنو د همهغو وروڼو د کفر تر فتوی لاندی راغلم.

    د دوی لومړۍ دلیل دا دی چې جمهوریت کفر دی، او اردوغان چې د جمهوریت په ترڅ کې بریالی شوی نو ځکه (نعوذ باالله) هغه هم … دی، او کوم خلک چې خوښي لمانځي، د دوی خوښي هم په یو کفري عمل باندي ده چې دا هم کفر دی.

    العیاذبالله

    اول به د همهغو وړونو د تسلۍ او ډاډ لپاره کلمه شریفه ولولم.

    لا اله الا اللّه محمد رسول اللّه

    له دې وروسته به عرض وکړم چې هیڅ مسلمان په دې اړه کوم شک نه لري چې په اسلام کې د واکمنۍ اصلي طریقه”خلافت” دی، د دې موقف خلک یوازي تاسې نه بلکې هر باشعوره مسلمان چې د الله او رسول ص احکامات منې دی.

    البته دا خبره کول چې له خلافت پرته د حکومتولۍ بله طریقه په سپینو ټکو کفر دی، داسي کله هم نه شو ویلای، او نه هم هغه خلکو چې دا دین يې تر موږ پوري راورساوه او تل به د دوی د تشریحاتو محتاج واوسو دا خبره کړې ده.

    خو علی الاطلاق که داسي وویل شي، نو په اسلام کې چې د ملوکیت دومره اوږده سابقه او زمانه تیره شوې ده، بیا به هغې ته څه وایو؟؟؟

    همدارنګه هغه مسلمان واکمنان چې د هغوی په عصر کې ستر ستر فتوحات د اسلام لپاره وشول، ستر ستر او عظیم دینی خدمات تر سره شول هغوی ټولو ته به څه وایو ؟؟؟

    د مثال په ډول به د دوو مسلمانو پاچایانو نومونه واخلم:

    ۱محمود غزنوي رحمه الله

    ۲اورنګ زیب عالمګیر رحمه الله

    ددوی دواړو عصر د خلافت عصر نه و، نه يې هم ځانونو خلیفه بلل، نه يې له خلافت سره بیعتونه وکړل او نه يې هم د خلافت تر حکم لاندې پر خپلو سیمو حکومت وکړ.

    دوی دواړه خودمختاره پاچایان ول، د دوی دواړو په اړه څه فتوی ده؟؟؟

    جمهوریت له کومې شبهې پرته نه کوم اسلامي نظام دی او نه هم د خلافت بدل، خو د دې نظام د تکفیرولو دلیل څه دی؟؟؟

    په شریعت کې د داسي امورو حکم د هغوی د نتیجې تابع وي، که جمهوریت د کفري حکومت د غلبې باعث شي حکم يې جلا دی خو که د اسلام او مسلمانانو د سالم پرمختګ باعث شي حکم يې جلا دی.

    دا فیصله به عوام کوي چې له دې نظام نه څه شی لاس ته راوړي، که عوام د دې نظام په ذریعه د کفر او نفاق خاوندان پر ځان حاکم کړي، بیا تاسي د هغوی مطابق فتوی ورکړئ، خو که د دې نظام په ذریعه محمدالمرسي او اردوغان غوندې خلک په اقتدار کی راشي بیا نو باید د دقت کولو وروسته رایه ورکول شي.

    الله ج دې د اردوغان حکومت ته استحکام ور په برخه کړي، د خیر او ښېګڼې لوري ته دې يې لارښوونه وکړي، او امت ته دې يې د درمل او دارو په څیر مفید وګرځوي. اللهم آمین

    د اردوغان اسلامي موقف او د مسلمانانو حمایت:

    د سویس هیواد په داووس ښار کې د غزې په اړه غونډه وشوه، په یاده غونډه کې د اسرائیلي صدراعظم “شیمون پرز” چې د حماس په خلاف يې د حمایت غوښتنه کوله او له یوې اوږدې، خودغرضه، غیرمنصفانه او دروغو نه ډکې وینا وروسته اردوغان په خطاب کې ورته وویل: “محترم پرز! ته تر ما مشر يې، د وینا په مهال دې غږ ډیر اوچت و، زه ګومان کوم چې همدا ستا اوچت غږ د دې خبري شاهدي ورکوي چې تاسي مجرمین یاست، خو مطمئن اوسه زما آواز به دومره اوچت نه شي، کله چې تاسي په وژنه راشئ ښه بلد یاست چې خلک څه رنګه ووژنئ، ستاسې دوو لومړي وزیرانو به ویل: چې کله هم پر ټانکونو سپاره د فلسطین خاوري ته ننوزو، د بې ساري خوښۍ احساس کوو”، زه حتی هغه کسان هم ملامتوم چې د داسي وحشیانو د کړنو په خاطر چکچکې کوي، دا ځکه د داسې قاتلانو او ظالمانو تشويقول په خپل ذات کې د بشر خلاف ستر جرم دی، ماته پام وکړه، موږ نه شو کولای دا هر څه له پامه وغورځوو”.

    خو د ده د وینا د پوره کولو نه مخکې د مجلس مدیر د لاسونو په ذریعه اردوغان د وینا کولو نه منع کړ، اردوغان هم زمري غوندي له غونډی نه را اوچت شو او ترکیې ته روان شو، په هغه شپه ډیر شدید یخ و، خو بیا هم په زرګونو ترکي مسلمانان د ده ښه راغلاست ته هوايي میدان ته ورغلل.

    اردوغان د صحت په اړه ډیره جالبه، په زړه پوري او اسلامي نظریه لري، هغه داسي چې دی وایي موږ په راتلونکي وخت کې یو فعال ځوان نسل ته ضرورت لرو، تل د آبادۍ د کنترول پر ځای اسلامي لارښوونې کوي، هیڅکله الکحل نه استعمالوي، د خپل ښاروالۍ په موده کې يې په استانبول کې شراب ډیر کم کړل خو اوس يې ډیر زیات محصول پر لګولۍ ترڅو هر انسان لاس رسۍ ورته ونلري.

    ناکامه او شرمېدلې کودتا:

    سږ کال د ترکیې د فوځ د ځینو جنرالانو له لوري د غربیانو، یهودانو او… په اشاره او مرسته د اردوغان د منتخب دولت پر ضد کودتا وشوه، د کودتا جریان ډیر اوږد دی، د فوځ باغي جنرالانو په همدغه شپه یو څو ستر ښارونه، هوايي میدانونه او تلویزیوني کانالونه تر خپل واک لاندي راوستل، هو فقط د سو څو ساعتونو په موده کې د الله ج په مرسته ترک غیرتي ملت د خپلو پولیسو په ملګرتیا د کفارو ستر سازش ته غاښ ماتوونکی ځواب ووایه، کودتا ناکامه شوه، غداران ونیول شول. د کودتا په شپه د ترکانو شعار و:

    «یا الله … بسم الله … الله اکبر»

    د رجب طیب اردوغان مهمې ویناوې:

    ۱: زه د بهرنۍ میډیا بالکل پروا نه ساتم، هغوی په خپلو دروغو باندې تاسې دوکه کوي، زما طاقت زما ملّت دی چې د نړۍ د واحد قوم په صفت يې ځان څرګند کړی دی.

    ۲: خلک مې څه بولي، زما په اړه څه فکر کوي، دې خبرو ته ارزښت نه ورکوم، موږ د دې هیواد خیال ساتو چې د هغه ترقي، خوشالي، او عظمت په بهرني رپورټونو کې نه ښکاره کېږي، بلکې د ځمکې په سر ښه معلوم دي.

    ۳: زه د الله ج د رسول او نبوي سنتونو په رڼا کې خپل خارجي او داخلي سیاست وضع کوم.

    ۴: که کوم مشر د یوې ډبرې تر شا پټیږي، ملت يې حتما کوښښ کوي چې د غره تر شا په ودریدلو سره ځان محفوظ کړي، رهبران باید تل په میدانونو کې اوسي تر څو عوام يې هم په اقتداء پسې ورشي.

    ۵: ترکیه به اوس په سوریه او عراق کې قومي جګړې ودروي، نور به چا ته اجازه ورنه کړو چې بله لوبه پر مخ بوزي.

    ۶: داعش د مسلمانانو د وژلو لپاره د سني اسلام غږ اوچت کړ او اوس يې په مقابل کې د شیعي اسلام په نوم د مسلمانانو قتل عام کیږي.

    ۷: موږ له همهغو کسانو نه یو چې پرون د رابعې په څلور لاري کې ناست ول، همهغه چې تاسې د خپل وحشت نښه وګرځول، موږ ژوندي یو او له مشرقه تر مغربه به ژوندي اوسو.

    ۸: موږ به په ټوله نړۍ کې د مظلومانو آواز یو، د دوی هیلي او امیدونه موږ پورې تړلي دي.

    ۹: له مصر سره د اړیکو نوی باب پرانیستل د ډاکټر محمدالمرسی او ملګرو له آزادۍ او بحالۍ سره مشروط اقدام دی.

    ۱۰: ښځه او کورنی نظام د یو مظبوط قوم اساسي بنیادونه دي، یوازې یو مستحکم کورنی نظام ستر قوم جوړولی شي.

    ۱۱: موږ د مهاجرینو لپاره کمپونه جوړ کړل، د ژوند آسانتیاوي مو ورته برابري کړې، خو اروپایي هیوادونو د انسانیت دروغجن آوازونه اوچت کړل، پر سړکونو یې ځایونه ورکړل او ظلم يې ورسره وکړ.

    ۱۲:اسلامي نړۍ له یو حساس او سخت پړاو نه تیریږي، د افغانستان او سوريې په شمول نور هیوادونه هم د مسلسلو بمباردونو په زد کې دي، اوس په ترکیه کې هم د تروریستي حملو په وسیله د ترکانو د اختر خوښۍ ضایع کوي، خو د دې ټولو باوجود اختر زموږ د قومي اتحاد د ټینګیدلو سبب او د اسلامي اخوت د مضبوطولو لپاره یو ستر چانس برابروي.

    ۱۳: او ځیني خیریه مؤسسې(NGOz) چې زموږ د ټولني پر وجود یو معمولي زخم هم وګوري سمدستي هڅه کوي تر څو ناسور ځنې جوړ کړي.

    ۱۴: ځیني شریر عناصر، د خپلو موخو لپاره د خیریه مؤسساتو په شکل د انسانانو د اعتقاداتو، نسل او تهذیب و کلتور په نوم د خپلمنځي جګړو اور ته لمن وهي.

    ۱۵: سرحدونه د هیوادونو وي، د زونونو نه! د سوریې مظلوم مهاجرین زموږ په زړونو کې اوسي.

    ۱۶: په نړۍ کې ۷.۱ بیلیونه مسلمانان ژوند کوي، خو د امنیت په شورا کې د د دومره اکثریت باوجود یو اسلامي هیواد هم نه شته.

    ۱۷: نور نه باید نړۍ د لومړۍ جهاني جګړې په وخت کې وساتل شي، نړیوال باید یو نوی دفاعی میکانیزم تیار کړي، داسي دفاعي میکانیزم چې هغه به د هر مظلوم حمایت کوي.

    ۱۸: د نارینه او ښځي په اړه دا فکر کول ډیر د افسوس وړ دی چې هغوی له یو بل سره ټکر او مد مقابل دي، حقیقت دا دی چې دوی دواړه د یو بل معاونین او مرستندوی دي.

    ۱۹: تل پر هغه لار تللی یم چې راته سمه او صحیح معلومه شوې ده.

    ۲۰: موږ واحد امت یو، ترکان یو که عرب، کردان یو که کاکیشیایان، افغانان یو او که رومیان.

    ۲۱: موږ په دوو سنګرونو کې له جګړي سره مخامخ یو، یو طرف ته له هغو کم فهمو او کم ظرفو سره چې د تروریزم لار انتخابوي او بل طرف ته په نړۍ کې له نوې اسلام دښمنې ایډیالوژۍ سره چې غربیان يې نړیوالو ته په دروغو او پروپاګندو ثابتول غواړي.

    یادونه: “په ترکیه کې د اسلام زیرۍ” عنوان، د مولانا طلحه السیف صیب د لیکني ژباړه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close