الله مو راوله

جواد څارگر

که څه هم ‘الله مو راوله’ تر یوه حده کندهارۍ لهجه ده البته په وروستیو کې عامه شوې او ډېری افغانان یې تلفظ کوي

دا خبره هلمند ته د امریکایانو دبیا ځلې راتګ پر اړه را یاده شوه؛ دوې ورځې وړاندې امریکایې حکومت اعلان وکړ چې، هلمند ته به دجګړې دکابو کولو له پاره، درې سوه اضافي عسکر واستوي.

په پیل کې یې ویل چې هلمند ته د جګړې له پاره پوځیان استوي، لېږ وروسته یې معاصر خیاطیک انداز ورته غوره کړ، او پسې زیاته یې کړه؛ تازه عسکر به دمشاورینو دنده پر مخ وړي او افغان ځواکونو ته به جګړئېزې مشورې ورکوي

اصلاً جګړه کوَل او دجګړې مشورې ورکول، دواړه یو دي.

هغه څوک چې اشغال ختم، او روانه جګړه بین الافغاني بولي؛ دغربیانو تازه پرېکړې ته به کوم ماډل پرتوګ ګنډي؟

دلته یو بدمرغه کوښښ دا روان دی چې روانه مقدسه جګړه په مختلفو نومانو پر ډانګ وهل کېږي، ترڅو اشغالګر د غوڅ ولسي پاڅون سره مخ نشي

رسنۍ یې پر خوا ولاړې دي، دپیسو پر زور یې، په انځوریزو رسنیو کې خپل ځري دروشنفکرانو پر نوم ځای پر ځای کړي، او دهمدوی پر مټ د ولس اذهان تخدیروي.

ددې جګړې دګټې لپاره بوش ۹۰زره عسکر رالېږلي ول، اوباما ۱۲۰زره کړل؛ نه یې طالبان مات کړه، نه یې جګړه وګټله او نتیجتاً سرکوزي بېرته وګرځېدل

که له پوځي پلوه تحلیل کړای شي؛ هیڅ ممکنه نده چې پر دریو سوو عسکرو دې دهلمند بایللې جګړه وګټل شي. دعسکرو لېږد دجګړې دګټې لپاره نه دی، امریکایان غواړي په سیمه کې دجګړې لمبې تل ژبغړانده وي، او دهمدې لپاره یې دسون کافي مواد، دملي اردو په شکل کې ذخیره کړي.

د اردو او نظام د رأس خلک دغرب لاس پر نام ژڼي دي، له وژلو یې لېرې ساتي، درنګ او خوند ژوند یې ورته مهیا کړی، له نعمتونو مالامال دي، اولادونه یې خوندي ژوند لري؛ اوس که له هلمنده دجګړې لمبې بیا ځل پورته کېږي، وزیر او جنرال ته یې کوم زیان او نقصان؟

له یوه پلوه به دمسلمان ولس دیني او مذهبي قشر شهېدانېږي، او له بله به یې ځوان ځلمي اولادونه په جګړو کې ښکېل، له تعلیم او تعلُّم لېرې او دغرب دناوړه موخو دتکمیل لپاره سپر او وژل کېږي.

طالبان چې جګړه یې له مادیاتو ډېره لېرې ده او پر معنویاتو بناء ده، نه له دریو سوو وېره لري، نه له دریو زرو؛ برعکس څومره چې بهرني اشغالګر پوځیان په جګړه کې ښکېل کېږي، هومره دطالبانو جګړئیز هوس زیاتېږي او لا زیات پر شوق او ولولو دمعرکې میدان ته درومي.

دمګړۍ دنظام واګې دداسې مغرضو افرادو په لاسونو کې دي، چې ګټې یې په جګړه کې خوندي دي او نه غواړي جګړه ختمه شي، دهمدې لامله امریکایان هم هره ورځ دریځ بدلوي

کله دسولې ډراماتیک غږ پورته کړي، کله دپوځیانو دوېستلو خبرې ګرمې کړي او کله بیا نورې بابولالې غږوي.

تر دې دمه؛ هلمند ته د اشغالګرو پوځونو لېږد، غیر رسمي طالبانو پر همدې ځواب کړی ‘الله مو راوله’ پر ژېړو بوشکو به مو استقبال کړو. نه یې مورال لوېدلای، او نه به میدان ورته تخلیه کړي مګر بدبخته دي هغه وګړي چې د اشغالګرو دسون توکي دي، تنکۍ ځوانۍ دغربي اهدافو دتکمیل لپاره قربانوي او خپلې کورنۍ دویر په ټغر کښېنوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close