المان: له يوه کوره د ۸ کوچنيانو جسدونه ميندل شوي

کابل ټکی کام قدرت الله حسین ۱۳۹۴ لړم ۲۴

د المان د بافاريا ولايت د پوليسو له وينا سره سم له يوه کوره د ۸ تنو تي خورو کوچنيانو جسدونه ميندل شوي دي.

د المان بافاريا ولايت چې په المان کې د بايرن او پلازمېنې ميونيخ په نوم هم پېژندل کېږي د المان جنوب ختيځ لور ته پروت دی.

د بافاري پوليسو په وينا د يادو ۸ کوچنيانو جسدونه له نورمبرګه ۱۳۰ کلو متره شمال او له ليبزيغه جنوب لور ته په يوه کور کې موندل شوي دي.

چارواکو په دقيق ډول د کوچنيانو عمرونه نه دي ښودلي، هغوی وايي، د پېښې له ځايه يوه تن ورته تلفون کړی و او د پېښې په اړه يې خبر کړل، پوليس وايي، د دې کوچنيانو د وژنې په اړه څېړنې به لږ تر لږه يوه اونۍ وخت ونيسي.

پوليسو د پېښې په تور تر دې دمه هيڅوک نه دی نيولی، خو د پوليسو وياند جيرګن سټاډټر ويلي چې پوليس به د هستوګنځي له وروستي هستوګن څخه پلټنې وکړي، چې هغه يوه ۴۵ کلنه مېرمن ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close