المان وايي، خپلو افغان همکارانو ته پناه نه ورکوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱)

د المان حکومت وايي، له دې وروسته په افغانستان کې د دوی له ځواکونو سره مرسته کوونکو افغانانو ته پناه نه ورکوي.

د المان حکومت ويلي، د هغو افغانانو ژوند ته هيڅ خطر نشته چې څه موده مخکې يې به مزراشريف ښار کې لاريون کړی و او المان ته د بوتللو غوښتنه يې کوله.

الماني چارواکو ويلي، درې نيم زره کسانو ته يې په هغه هېواد کې د اوسېدو اسانتياوې برابرې کړي او د (یوسل شل) لاريونوالو هغه اعتراضونه به حکومت دې ته اړ نه کړي چې دغه کسان المان ته بوځي ځکه د المان دفاع وزارت وايي د دغه کسانو ژوند ته هيڅ خطر نشته.

المان پريکړه کړې چې له دې وروسته هغو افغانانو ته هم قبولي ورنه کړي چې په افغانستان کې يې د المان د بېلابيلو پروژو د عملي کولو برخه کې همکاري کړې ده.

دا په داسې حال کې دی چې له بهرنیانو سره ګڼ افغان کارکوونکي لا هم له دوی تمه لري چې له ځانو سره به يې خپلو هېوادونو ته بوځي، خو تر دې وړاندې بهرنيو هېوادونو ته رسېدلیو مرسته کوونکو افغان کارکوونکو ګیله کړې وه چې هلته ورته کاري فرصتونه نشته او حکومت يې غږ نه اوري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close