المان په افغانستان کې د خپلو ځواکونو ماموريت تمدید کړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۲۵)

د المان کابينې د تيرې چهارشنبې د فبروۍ پر ديارلسمه نيټه په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د ماموريت موده وغځوله.

د کابينې د پريکړې پر مهال د دغه هېواد لومړۍ وزيرې انګيلا ميرکل هم شتون درلود .

د المان پارلمان پریکړه کړې چې ځواکونه به يې د څوځ ملاتړ په چوکاټ کې د افغان ځواکونو د روزنې، ملاتړ ته د نور يوه کال لپاره هم دوام ورکړي.

دا مهال دولس سوه جرمني سرتيري په افغانستان کې ميشت دي چې افغان ځواکونو ته د روزنې، سلا مشورو ورکولو تر څنګ وخت ناوخت په ځينو عملياتو کې هم برخه اخلي.

د المان پارلمان ويلي، په افغانستان کې د خپل ځواکونو شمير تر ديارل سوه تنه پرې لوړولای شي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن په پروکسل کې د ناټو د ۲۹ غړيو هېوادونو د دفاع وزيران د افغانستان په اړه خبرې کوي.

تيره ورځ د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرګ ويلي و “”په افغانستان کې د ناټو د نظامي شتون هدف دا ده چې په‌دې هېواد کې د یوه سیاسي، سوله‌ییز حل لارې لپاره شرایط برابر شي. البته هدف دا نه‌دی چې په افغانستان کې د تل لپاره پاتې شو”.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close