” النِّکَاحُ سُنَّتِی فَمَنْ رَغِبَ عَنْ سُنَّتِی فَلَیْسَ مِنِّی  ” الحدیث

لیکوال: زاهد اشنا..

پیغمبر علیه السلام فرمايي نکاح زما له سنتو څخه ده، چا چی اعراض ( سرغړونه ) وکړه نو هغه له مونږه ندی …

په شریعت ژوند تېرول او خپل ژوند کې د سنت پر ځای کولو لپاره او له ډېرو ګناهونو نه ځان ساتلو لپاره نکاح ډیره ضروري ده … بې له نکاح نن سبا انسان له ډېرو خطراتو سره مخ کیګي.

له فضیلتونو او کورني ژوند کې چې کوم افعال سنت دي له هغو نه محروم کیږي، لکه د کور والا سره محبت، ګډ ژوند، اولاد سره محبت، د هغه پالنه تربیه کول، هغوی ته رزق پیدا کول، هغوی ته دیني زدکړه ورښودل وغیره… بلکې له ابویت او اجدیت نه به تل پاتې وي.

انسان په ژوند کې له مختلفو حالاتو سره مخ کېږي، لومړی ماشوم وي، ځوان شي، دا د لیونتوب ژوند وي غم هم درد د زړګي نه وي، دا ژوند بنفسه مشکلات نه لري؛ ځکه د ماشتوب او د ابتدايي ځوانۍ ژوند مور اوپلار پورې تړلی وي. ستا مشکلات په هغوی وي.

له دې وروسته چې کله کامل ځوان شي او قابل د نکاح شي، نو باید نکاح وکړي او خپل نفسي عشقي او شرعي ضروریات حاصل کړي او که يې ونکړي دربدر خاورې په سر به ګرځي.

کله به په یوه ګناه کله به په بله، آن تر دې چی ګناه به دې کړې هم نه وي، خو کله کله به تهمت درباندې لږېدلی شي.

متل دی وايي “بې زن است این شاید این کار کده باشه”  که چیرې يې واکدار پلار وي نو په پلار يې حق دی چې نکاح ورته وکړی، که پلار نه وي نو مشرانو ورونو باندې حق لري.

که دغه پورته صورتونو کې پلار یا مشر ورور ورته نکاح نه کوي سره د مالدارۍ، نو که بیا هم کومه ګناه کېږي دې ګناه کې ورسره ورورنه او پلار شریک دي او که خپله صاحب المال او نصاب وي، نو خپله به ځانته نکاح کوي.

بله دا چې د کور او نکاح ځانته خوند وي که دنیا کې هیڅ هم نه يې؟ مطلب چې نه پاچا يې، نه وزیر يې، نه پولیس يې، نه کوم شیخ الحدیث والقران يې او نه کوم بل شی يې. خو که نکاح دیې کړیې وي په کور کې خو به یو څوک يې، یو نه یوه مرتبه خو به خامخا لرې، کور کې به مېړه يي، کور کې به پلار يې، کور کې به دادا، نیکه يې، کور کې به د چا ځوم يې، کور کې به د چا اوښی اغا لالا يې، په کور کې به درته د چا طمعه وي، دچا به درته هیله وي، دچا به درباندې ژوند اباد وي، د چا به د ژوند خاطرې تر تا تړلې وي.

که نکاح نه وي، نو دا هیڅ به هم نه وي، که نکاح وي، نو تر پاچایانو به هم لوړ مقام لرې،که بې نکاح پاتې شوې؛ نو تر څو چې دې په تن کې زور او دمه وي نو ښه به وي درته. که عمر دې زیاتېده نو بیا به دې ژوند بې حده زیات په تکلیف وي.

ځکه چې اودس ته اوبه تیارول، جامې وینځل، ډوډۍ پخښولو ته به دې څوک نه وي. که نکاح وي نو بچیان به دې وي، کور به دې اباد وي، خدمت به دې کېږي، لمسیانو ته به دې نقلونه کوې، چې مونږ داسې ځوانان و، ما تېر جهاد کې دا وکړل او دا مې وکړل، بچیه تکړه شه یو کافر هم پرینږدې سم، سم ګرځه خه تکړه مولا شه، مجاهد شه، مونږ داسې ترمذي ویلی، داسې امتحانات ول، داسې د بخاري کتاب المغازي سختې پرچې وې، خو خوارۍ مو کولې، همت مو نه بايللو ځکه به راته اسانه وې، مونږ به کوشش کولو، چی ممتاز راشو، اول نمبر راشو، تاسې هم تکړه شۍ بچو، نو د نکاح ژوند ډېرې فایدې لري دا مشت نمونه يې خروار مې درته وړاندې کړې.

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close