اليس ويلز په کانديد فروشي کې

تميم توفيق

د مرکزي او جنوبي اسيا اړوند چارو کې د امريکا د خارجه وزارت مرستياله اليس ويلز کابل ته راغلې وه او د خپل سفر د پلان له مخې يې د ملي وحدت حکومت له رئيس اشرف غني او د دې حکومت د ملي امنيت شورا له مستعفي مشر حنيف اتمر سره يې ځانکړې ناسته کړې ده.

ويل کيږي چې اليس ويلز له اشرف غني سره په چابهار بندر غږيدلې خو په تړاو يې بحث شوې خبرې لا ميدان ته نه دي راوتلې، يقين ته نژدې شک کيږي چې پر ايران د امريکا لخوا د لګېدليو بنديزونو په لړ کې د چابهار بندر بندول هم شامل دي، چې د ځينو سرچينو له قراره دا هم له ارګ ميشتو سره د اليس ويلز د ملاقات له محوري ټکيو څخه و.

حنيف اتمر هم له ويلز سره د ليدنې انځورونه په خپل ټويټر نشر کړي، خو جزيات يې نه دي ليکلي. داسې ګنګوسې دي چې اتمر غواړي راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته ځان نوماند کړي، چې له دې امله اليس ويلز ورسره ملاقات کړی او ويل کيږي چې نوموړې امنيتي تړون او په سيمه کې د امريکا موخو ته د ژمنتيا وعدې ترې اخيستې دي.

له يادو خبرو معلوميږي چې په ټوله کې کابل ته د اليس ويلز د سفر موخه له ايران سره د ارګ د تودو اړيکو د سړولو غوښتنه او دغه راز د کانديدانو خريداري وه.

کانديدان و امثالهم زمونږ په هيواد او سيمه کې د امريکا لپاره د سترګو او غوږونو حيثيت لري، دلته د امريکايانو راتګ د همدې خلکو په توسط و، دي او ممکن وي به، دوی زمونږ له هيواد څخه د سيمې څار هم د همدې سترګو او غوږونو په مرسته کوي، همدا سبب دی چې اليس ويلز د ولسمشريزو ټاکنو د نېټې له اعلان سره سم کانديد فروشي (کابل) ته راغله؛ ځکه چې دوی په هيڅ قيمت نه غواړي دغه سمعي او بصري ځواک يې له لاسه ووځي.

دلته د يادې ميرمنې د راتګ ستر مقصد دا دی چې ولسمشرۍ ته احتمالي او يقيني نوماندان د دريم ځل لپاره هم په ډالرو وپلوري، خپلو استعماري اهدافو ته د رسيدو په لاره کې د مرستې کلکې وعدې ترې واخلي او په توسط يې د بيا ځلې څلورو کلونو لپاره زمونږ ګران هيواد ګرو او په مظلوم ولس د ظلمونو او وينو تويولو برأت ترې تر لاسه کړي.

راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته په نوماندانو کې د امريکا ډيره تمه اشرف غني او اتمر ته ده؛ ځکه خو يې په لومړي ځل له دوی دواړو سره وليدل. ياد دواړه کسان لکه چې موږ وليدل، لومړي هغه کسان و چې له اشغالګرو امريکايانو سره د امنيتي تړون کلک ملاتړي ول او بلاخره همدوی دوه و چې په امنيتي تړون يې لاسليک وکړ.

نور هم ممکن دوی ته ورته د امريکايي موخو پلويان او د دې وطن او ولس سرسخت دښمنان وي، چې اليس ويلز به ورسره ملاقاتونه کړي وي، خو تر اوسه د دوی امثال نه دي څرګند شوي. دا چې کله به يې کرغيړنې څيرې وګورو، دا به له تقاعد وروسته د اليس ويلز د خاطراتو تر کتابه پريږدو.

او دا چې د چابهار بندر بنديدل به زمونږ هيواد او ولس ته څومره اقتصادي ضربه ورکړي، دا خبره به هغو ته پرېږدو چې د ياد بندر د پرانستې له اوازو سره سم يې د ګوتو په بندونو د دې ترانزيتي پُل ګټې شمېرلې او اوسنۍ نامشروع او بې واکه ادارې ته يې د مشروعيت ورکولو يوه ښه تبليغاتي موضوع ګرځولې وه، وبه ګورو چې په دې تازه موضوع څنګه تبصره لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close