الکوزی: امریکایان په هلمند کې د یورانیمو دکانونو په غیر قانوني کیندونو بوخت دي

نوموړي زیاته کړه؛ امریکایان استخراج شوي توکي له دې کان څخه په داسې حال کې انتقالوي چې دولتي ادارات هم پرې خبر دي او نه یواځې داچې مخه یې نیولې بلکه د هغوی د اکمالاتي موټرو ساتنه هم کوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۲ فرید افغان)

که څه هم امریکایان د هیواد په مختلفو سیمو کې د کانونو په غیرقانوني استخراج او لوټ بوخت دي خو د مشرانو جرګې استازي وايي چې په هلمند کې امریکایانو په پراخه کچه دې کار ته ملا تړلې.
د مشرانو جرګې د دفاعي کمیسیون رئیس «محمدهاشم الکوزی» رسنیو ته ویلي چې؛ امریکایانو د خانشین په ولسوالۍ کې د یورانیمو د کان ترڅنګ پوځي مرکز جوړ کړی او شپه او ورځ یې په لوټ بوخت وي
نوموړي زیاته کړه؛ امریکایان استخراج شوي توکي له دې کان څخه په داسې حال کې انتقالوي چې دولتي ادارات هم پرې خبر دي او نه یواځې داچې مخه یې نه نیسي،  بلکه د هغوی د اکمالاتي موټرو ساتنه هم کوي.
نوموړی وایي د یورانیمو د کانونو کیندنه کاملاً غیر قانوني ده او په خپلسري توګه یې امریکایان استخراجوي.
خو د نوموړي دا څرګندونې د هلمند دوالي ویاند نه مني او زیاتوي چې په دې هکله کوم معلومات نه لري.
الکوزی وایي؛ پر طالبانو هم تور دی چې د کانونو په استخراج کې لاس لري خو تر اوسه  یې په هکله هیڅ شواهد ترلاسه شوي.
دیادونې وړ ده چې د امریکا بلک واټر امنیتي قراردادي شرکت د امریکا پر حکومت او افغان چارواکو فشار راوړی ترڅو اجازه ورکړي چې د افغانستان خوندي زیرمې استخراج کړي.
د امریکا د ناسا ادارې د معلوماتو ترمخه؛ د هلمند ولایت دخوندي زیرمو ارزښت تر یو تریلیون ډالرو لوړ دی او امریکا ډیره هڅه کوي ترڅو په دې ولایت د کانونو خوندي زیرمو ته ځان ورسوي او په غیرقانوني توګه یې استخراج کړي، خو سیمیز طالبان یې په مخ کې خنډ دي .
امریکایي ولسمشر د واک په لومړیو کې ویلي و، چې په افغانستان کې دجنګیدونکو امریکایي ځواکونو او افغان عسکرو د جګړې لګښت باید دا هیواد دخپلو خوندي زیرمو له کیندنې پرې کړي.
د شنونکو په باور؛ امریکا هڅه کوي چې د افغان جګړې د لګښتونو سربیره خپل بودیجوي کسر هم د افغانستان له پراخو معادنو پوره کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close