امام شافعي د امام احمد کره میلمه و – په زړه پورې کیسه او د هغې ګټې

حامد افغان

امام احمد رحمه الله به د امام الشافعي رحمه الله ډیر احترام کاوه، ډیر به یې ياداوه او د هغه ډیره ستاينه به یې کوله، د امام احمد یوه ډیره دینداره او صالحه لور وه د ورځې به یې روژه وه او ټوله شپه به یې عبادت کاوه، او د نیکانو او علماو کیسو به ډیر خوند ورکاوه او څرنګه به یې چې پلار هر وخت امام الشافعي ياداوه نو د هغه لیدلو ته ډیره لیواله وه، یو وخت داسي پیښه شوه چې امام الشافعي رحمه الله د امام احمد رحمه الله کره ورغی او پرې شپه یې شوه. دی امام احمد لور ډیره خوشاله شوه چې اوس به د ده کارونه وویني او خبرې به یې واوري.

کله چې شپه شوه امام احمد لمانځه ته ولاړ شو او امام الشافعي په خپل ځای پروت و، او د امام احمد لور یې څارنه کوله، څو تر سهاره پوري د ده کړه وړه وویني، کله چې سهار شو خپل پلار ته یې وویل: پلاره! تا خو به د امام الشافعي ډیره ستاینه کوله ما خو لیګا ټوله شپه په پټه د هغه څارنه کوله نه یې د شپې تهجد وکړل او نه مي کوم ذکر او تسبیح واوریده، کله چې د لور او پلار خبرې ختمي شوې امام الشافعي وغوښتل چې رخصت شي او امام احمد ورغی.

امام احمد له هغه نه پوښتنه وکړه چې شپه مو څنګه تیره شوه؟ هغه ورته وویل: ډیره خوږه، برکتي او ګټوره شپه وه، امام احمد ورته وویل: هغه څنګه؟ ده ورته وویل: په دې شپه کې چې زه په کوم ځای پروت وم په هغه ځای کې مي د مسلمانانو د ګټې سل 100 مسائل ترتیب کړې، په دې سره یې هغه رخصت کړ، امام احمد چې کورته ننوت لور ته یې وویل: د هغه خبرې خو دي واوریدلې د ده دا عمل زموږ د شپې تر ټول عبادت نه ډیر غوره ده (سلاح الیقظان لطرد الشیطان).

له دې ښایسته کیسې نه دوه ګټې ترلاسه کولی شو یو دا چې د نيکانو او ولیانو کیسې لوستل او له هغو سره مینه لرل مطلوب او په شریعت کې لوی اهمیت لري په دې اړه د امت د لویانو څو خبرې درته را اخلم: عمربن الخطاب رضي الله عنه وايې: كه دادرى څيزونه په دنياكې نه وي زه په دنياكې ژوندكول نه غواړم:

لومړی: دخداى په لاره كې دمجاهدينو لښكر تيارول اوغزاته ليږل.

دويم: دشپى په عبادت ځان ستړى كول.

دريم: له هغه قوم اوخلكوسره ناسته چې داسې پاكې خبري راټولويلكه پاكې ميوي چې راټولول كيږي .

امام ابوحنیفه رحمه الله وایې: الحكايات عن العلماء ومحاسنهم احب الى ّمن كثير من الفقه لأنها أداب القوم وأخلاقهم. یعني دعلماو كيسې اودهغوى نيكي بيانول ماته له ډيرى فقهي څخه گران دي، ځكه په دې كې دهغوى اداب اواخلاق بيانيإي. ځكه قران کریم وایې: اولئك الذين هدى الله فبهداهم اقتده. (دا (انبياء) هغه كسان دي چې الله پاك دوي ته هدايت كړى دى نوته (اى محمد) هم ددوى په لاره روان شه!).

امام جنيدرحمه الله وايې :دعلماو كيسې الهي لښكرې دي چې په هغوسره لوى څښتن دخپلو وليانو زړونه ځواكمن كوي له نوموړې امام نه چاپوښتنه وكړه چې ددې خبري څه دليل لرى؟ ده ورته وويل هوكى! لوى څښتن وايې: وكلاً نقص عليك من أنباء الرسل مانثبت فوْأدك.ژباړه :(اى محمد)داټولې دانبياوكيسې چې مونږ تاته بيانوو ددې له پاره چې زړه دې ثابت اوځواكمن وساتو.

امام محمد بن يونس رحمه الله تعالى وايې: دزړه له پاره دنيكانو له كيسو نه ګټورشى مانه دى ليدلى.مالك بن دينار رحمه الله وایې:دنيكانو كيسې دجنت تحفې دي.

سفيان بن عيينه رحمه الله تعالى وايې: دصالحانو او نيكانو د ياد په مهال رحمتونه نازليږي .

علماء وایې : دنيكانوكيسې ډيرې اورئ ځكه داملغلرې دي اوكله كله خويوه داسې ملغلره پكې پيداشي چې قيمت نه لري.

له دې کیسې نه دویمه ګټه دا ترلاسه کوو چې علم پخپله عبادت ده بلکي علم او علمي بوختیا له هر نفلي عبادت نه زیات ثواب لري، د علم د فضیلت په اړه او دا چې اهل علم د څومره احترام او تقدیر وړ دي دا یو حدیث را اخلو:

عن عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما أن رسول الله صلى الله عليه وسلم خرج ذات يوم من بعض حجر نسائه فدخل المسجد، فإذا هو بحلقتين؛ إحداهما: يقرأون القرآن ويَدْعُون الله تعالى، والأخرى: يتعلمون ويعلمون، فقال صلى الله عليه وسلم: كلٌّ على خير، هؤلاء يقرأون القرآن ويدعون الله تعالى، فإن شاء أعطاهم وإن شاء منعهم، وهؤلاء يتعلمون. وإنما بعثت معلماً، فجلس معهم. سنن ابن ماجه .

ژباړه: رسول الله صلي الله علیه وسلم یو وخت دخپلې کومې میرمني له کوره را ووت او خپل جومات ته ننوت ، په جومات کې یې دوه ځایه خلک ولیدل چې حلقې یې جوړې کړې وې . دیوې حلقي خلکو قران کریم تلاوت کاوه ، او دعا وې یې کولې ، او هغه نورو خلکو له یوه بل نه زده کړه کوله ، رسول الله صلي الله علیه وسلم وویل : دوی ټول په خیر اوښه کار بوخت دي هغه خلک قران تلاوت کوي او دعا وې کوي که د خدای خوښه شي وربه یې کړي او که یې خوښه شي منعه به یې کړي ، اودا نور زده کړه کوي او زه ښوونکی رالیږل شوی یم . او له هغوی سره کیناست .

داراز په قران کریم لوی څښتن خپل پیغمبر ته یوه شې د زیات غوښتلو امر نه دی کړی یواځي د علم او پوهي د زیاتو غوښتلو امر یې ورته کړی ده او ورته وایې : او ووایه ! زما څښتنه پوهه مې زیاته کړه. وَقُلْ رَبِّ زِدْنِي عِلْماً .[طـه:114].

امام قتاده رحمه الله وایې: د ځان او نورو د خیر په موخه د علم یو باب یادول د یوه کال له عبادت نه غوره ده. او امام الشافعي رحمه الله وایې: د علم ترلاسه کول له نفلي لمانځه نه غوره دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close