امرالله صالح: د طالبانو او امریکا تر منځ مذاکرات د خطر زنګ دی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۲)

د زرغون بهیر مشر او د ملي امنیت پخواني رئیس امرالله صالح چې د شمال ټلوالې له لوړپوړو غړو هم شمیرل کیږي، د طالبانو او امریکا تر منځ مذاکرات یې هیښوونکي او خطرناک بللي.
نوموړي پر خپلو پلویانو ژغ کړی چې د ممکنه جوړجاړي د مخنیوي لپاره دې دطالبانو پر وړاندې ودریږي.
صالح ویلي اوسمهال پر امریکا هم بې باوره شوی او د د طالبانو پر وړاندې مقاومت ته چمتو دی.

نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي

“که د امریکا او طالبانو دا مخامخ خبرې رښتیا وي؛ نو بیا اوس د مقاومت د حوزې وار رارسېدلی چې د افغانستان د خلکو د کرامت دفاع کې د تروریستانو طالبانو پر وړاندې ودرېږي“

باید وویل شي چې د نوموړي پلویانو د اوربند پر مهال کابل ته د طالب ځوانانو د راتګ پر ضد هم لاریون کړی و او هغه یې غندلی وو.

په عین حال کې یو شمیر حکومت پلوي کسان او ځینې حکومتي څیرې هم د طالبانو او امریکا تر منځ د ممکنه جوړجاړي په اړه اندیښنه ښوودلې ، چې په تر څ کې یې د مشرانو جرګې خبرړاری ورکړی،  که امریکا د خروج پلان طرح کړی وي،  دا به د ګډحکومت د سقوط پیلامه وي.

شنونکي وایي،  د سولې پر وړاندې خبرې هغه ډلې ټپلې کړي چې ګټې یې په جګړو کې نغښتې وي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close