امريکايي استخبارات: جمال خاشقجي د محمد بن سلمان په امر وژل شوی دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۶)

امريکايي رسنيو راپور رکړی، چې د متحده ايالات (سي آی ای) اداره دې پايلې ته رسېدلې چې په ترکيه کې د سعودي خبريال جمال خاشقجي د وژنۍ امر محمد بن سلمان ورکړی و.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه ليکي، سي ای د خاشقجي وژل په مستقيمه توګه محمد بن سلمان ته راجع کړي چې په وينا يې د هغه په امر له منځه وړل شوی دی.

که څه هم په لومړيو کې سعودي د خاشقجي پر وژنې ناخبري وښوده او وروسته يې ومنل چې نوموړی په کونسلګرۍ کې تر لفظي شخړې وروسته د څو خپلسرو کسانو له لوري وژل شوی چې هغوی ته به سزا ورکړل شي.

خو واشنګټن پوسټ ليکي، د سي آی ای وروستۍ ارزونه دا په ډاګه کوي چې د خاشقجي وژل د خپلسرو کسانو کار نه بلکې په يوه پلان او د وليعهد محمد بن سلمان په امر وژل شوی دی.

واشنټګن پوسټ ليکلي، امريکايي استخباراتو د وليعهد د ورور سره د خاشقجي او نورو تيليفوني اړيکو څرګنده شوې چې د هغه وژل بغير د وليعهد له امر پرته ناشوني دي.

خبريال او ليکوال جمال خاشجقي چې د سعودي د حکومت منتقد و، د تيرې اکتوبر مياشتې په دوهمه نيټه په ترکيه کې د سعودي کونسلګرۍ ته داخل شو چې له هغې وروسته يې ترکيې د کونسلګرۍ چارواکي پر وژلو تورن کړل او وروسته سعودي د نوموړي وژل کېدل ومنل خو لا هم د خاشقجي جسد نه دی ښکاره شوی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close