امريکايي جنرال: داعش پلميرا ښار کې د درنې وسلې ترڅنګ د هوايي دفاع ضد توغندي ترلاسه کړي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۵) الماس خدرخیل

په عراق کې د داعش جګړې مشر امريکايي جنرال اسټيفن ټاون سيند د ټيلي ګرام له لارې رسنيو ته ويلي، چې داعش ډلې د پلميرا ښار تر نيولو وروسته دغلته د درنو پوځي وسلو او وسايطو د نيولو تر څنګ د هوايي دفاع ضد وسلې هم ترلاسه کړي دي.

هغه وويل، چې روسيې او د شام دولتي ځواکونو خپله مخه حلب ته ګرځولې، ځکه يې نوموړی ښار له لاسه ووت، هغه وايي دولتي او روسي ځواکونه به په دغه ښار کې بريالي نه شي.

د ټاون سينډ په وينا، داعش ډلې په دغه ښار کېا امریکايي بکتربند ګاډي، د مختلف نوعيت درنې او سپکې اسلحې ترلاسه کړي دي.

د نوموړي په باور، شايد دغه هوايي دفاع ضد توغندي د دوی په خلاف په کيدونکو عملياتو کې وکارول شي.

نوموړی زياتوي، چې ډېر ژر به روسي او د شام دولتي ځواکونه په دغه ښار عمليات وکړي، خو که په عملياتو کې ناکام شول نو امريکايي ځواکونه به دغلته داعش ډله په نښه کړي او له منځه به يې يوسي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې ملګرو ملتونو او يو شمير نورو بشري ټولنوپه سوریه کې پر روسي بمباریو انتقاد وکړ او ويې ويل، چې د سوريې په حلب کې روسي او دولتي ځواکونو د يوې ورځې د بمبارۍ په ترڅ کې تر سلو زيات ولسي خلک وژلي او ټپيان کړي دي.

په ورته وخت کې امريکايي چارواکو هم ويلي، چې دوی په سوريه کې د روسیې بمبارۍ څاري او دغه بمبارۍ غیر مسؤوله، غیر مرتبې او بې نظمه دي.

شنونکي په دې باور دي، چې د روسي ځواکونو اصل هدف په سوریه کې د بشار الاسد واکمني پراخول او همداسې ورسره د سوریې د ولس ستونزې زیاتول دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close