ووټل:افغان ځواکونه سږ کال له ستونزو سره مخ شوي-تلفات يې د تېر کال په پرتله لوړ و

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۲) الماس خدرخېل

د پنټاګون لوړپوړی افسر او د امريکايي پوځ قومندان مشر جنرال جوزف ووټل ويلي، چې سږ کال افغان ځواکونه د وسلوالو مخالفينو سره د جګړې په ډګر کې له سختو ستونزو سره لاس او ګريوال و.

هغه دا څرګندونې د فرانسې خبري اژانس سره په مرکه کې وکړې او زياته يې کړه، افغان ځواکونه له زياتو تلفاتو سره توانېدلي، چې د طالبانو مخنيوی وکړي او هغوی خپل هدف ته له رسېدو منع کړي.

جنرال جوزف ووټل، چې په  دې وروستیو کې کابل ته تللی و، فرانس پرېس ته ویلي چې سږ کال د افغانستان د امنیتي ځواکونو تلفات د تېر کال په پرتله لوړ و او افغان ځواکونه سږ کال د جګړې له سخت حالت سره مخ و.

همداراز فرانس پرېس خبر ورکړی، چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د افغانستان ملي اردو او پولیسو په جګړه کې لږ تر لږه ۲۰ زره تلفات درلودل چې ۵۰۰۰ تنه وژل شوي او ۱۵ زره تنه زخمیان يې و.

که څه هم ناټو ځواکونو په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې په افغانستان کې د خپل پوځي ماموريت د ختمولو اعلان وکړ، خو بيا هم په هلمند، کندوز او يو شمير نورو ولايتونو کې د طالبانو سره په مخامخ جګړو او هوايي بريدونو کې برخه اخلي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د بيا رغونې لپاره د امريکا د مصارفو د مفتش دفتر ویلي، چې د روان ۲۰۱۶ م کال لومړیو نهو میاشتو کې تر ۵۵۰۰ سوه زیات پولیس او عسکر وژل شوي او تر نهه نیم زره زیات ټپيان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د جګړې موسم لا پای ته نه دی رسېدلی او طالبان د پخوا په پرتله لا د پرمختګ په حال کې دي.

د پوځي شنونکو په وينا پخوا به طالبانو د ګرمۍ په موسم کې جګړه تېزوله خو اوس چې د هېواد ډيری سيمې د طالبانو په واک کې دي او د ولايتونو د محاصرې توان لري، طالبان نه غواړي چې ګټلې جګړه وبايلي او د ژمي په رارسېدو سره محاصرې ماتې کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close