امريکايي دپلومات: امريکا بايد د سولې خبرو د پيل لپاره د وتلو وخت معلوم کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۱۴) امريکايي دپلومات رورل ميلر وايي، چې امريکا بايد د سولې خبرو د پیل لپاره له افغانستان څخه د وتلو وخت معلوم کړي.

نوموړي ويلي، چې د امریکا له لوري د خپلو ځواکونو د وتلو څرګند مهالويش اعلانول طالبان د سولې میز ته اماده کولی شي او دا لومړنۍ مسله ده چې د سولې لپاره به لاره هواره کړي.

د مېلر په خبره، که امريکا او افغان حکومت رښتينې سولې ته ژمن وي نو د دې لپاره دې د خپلو ځواکونو مهالويش اعلان کړي ترڅو طالبان د سولې خبرو ته کېني.

تر دې مخکې هم يو شمير امريکايي شنونکو او پوځي کارپوهانو ويلي، چې امريکا بايد له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي ځکه په وينا يې چې روانه جګړه د امریکا په ګټه نه بلکې په ناکامۍ تمامېدلی شي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې مخکې د سولې عالي شورا مرستيال حاجي دين محمد وويل، چې دوی د سولې مذاکراتو په اړه د طالبانو ځواب ته په طمع دي.

د دين محمد په وينا، طالبان دې ټولې مسئلې د سولې مېز ته راوړي او د خبرو له لارې به يې د له منځه وړلو هڅه وشي.

خو تر دې مخکې طالبانو په ځلونو په خپلو اعلاميو کې ويلي، تر هغې سوله نه کېږي تر څو چې د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهالويش نه وي اعلان شوی او زياته کړې يې ده چې په افغانستان کې د يوه بهرني پوځي په موجوديت کې به هم جګړه پر مخ وړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close