(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۱۴)
د مای سن انتینيو په نوم يوې امریکايي رسنۍ ويلي، چې امريکا د افغانستان په اتلس کلنه جګړه کې ماتې خوړلې ده.
د سرچينې په وينا، د امریکا نا سمه تګلاره او ناکام پلانونه د دې لامل شوي چې په دغه هيواد کې ماتې وخوري.
مای سن انتينيو ليکي، امريکا د افغانستان جګړه کې ميلياردونه ډالره مصرف کړل، زرګونه پوځيان يې هلته وليږل او ۲۴۰۰ پوځيان يې ووژل شول خو بيا هم بريالۍ نه شوه.
سرچينه زياتوي، ډير کلونه مخکې افغان سياستوالو امریکا ته د افغان جګړې د سياسي حل وړانديزونه وکړل خو امریکا ډير وروسته دې ته قانع شوه او د سولې په برخه کې يې له سياسي لارې اقدامات پيل کړي دي.
سرچينه کاږي، د امریکا اوسني فعاليتونه او د سولې او جګړې پره برخه کې ټکرونه دا ښيي چې امریکا په دغه هيواد کې ماته شوې ده.
یادې رسنۍ ليکلي، ښايي لا هم د افغان جګړې د حل په اړه د امریکا د ديپلوماتيکو او نظامي ادارو تر منځ همغږي نه وي موجوده.
په وروستيو کې امریکا له طالبانو سره د افغان جګړې د حل لپاره سياسي هلې ځلې پيل کړي چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د دواړو غاړو تر منځ يوه بله ناسته هم ترسره شي.
په امریکا کې ډيری سياستوال او رسنۍ په دې باور دي چې د افغانستان جګړه له دې وروسته د امریکا په ګټه نه ده او بايد خپل پوځيان له دغه هيواده اوباسي.