امريکايي رسنۍ: ټرمپ غواړي خپل ځواکونه له افغانستان وباسي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۶)

د امريکا چاپ نشنل انټرسټ خپرونې په يوه مقاله کې ليکلي چې امريکايي ولسمشر ټرمپ غواړي له افغانستان خپل ځواکونه وباسي او د پوځيانود ايستلو پر لاروچارو غور کوي.

يادې خپرونې د طالبانو او امريکايي ديپلوماتانو مخامخ خبرو ته په اشاره ويلي چې دا د دې مانا لري چې طالبان د جګړې په ډګر کې نه ماتېدونکي دي او بايد د مذاکراتو له لارې د جګړې حل راوويستل شي.

نشنل انټرسټ زياتوي، مخامخ خبرو ته د امريکايانو کيناستل د دې ښکارندويي کوي چې طالبان په جګړه کې نه ماتېږي او دا ښيي چې ټرمپ غواړي افغان جګړه پای ته ورسوي او له افغانستانه خپل پوځيان وباسي.

د امريکا د سنا مجلس غړي راندپال په تېره مئ مياشت کې ويلي و چې “ټرمپ” ورته په خپلو خبرو کې په وار وار ويلي چې نور له “دوزخي افغانستانه” د پوځيانو وتل غواړي.

امريکايي سناتورانو هڅې پيل کړې څو ټرمپ قانع کړي چې له افغانستانه خپل سرتيري وباسي او د سناتورانو په وينا په دغه هېواد کې بې نتيجې جګړه پای ته ورسوي.

شاوخوا درې اوونۍ مخکې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د سپينې ماڼۍ د سرچينو له قوله راپور ورکړ چې ولسمشر ټرمپ خپلو ډيپلوماتانو ته امر کړی ترڅو له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره لارې چارې ولټوي.

تازه د طالبانو د وخت د ماليې وزير معتصم اغاجان وايي، طالبانو او امريکايي چارواکو په قطر کې په ټيټه کچه مخامخ خبرې کړي او تر هغې به دوام وکړي ترڅو يوې موافقې ته ورسېږي.

له تېرو څو ورځو راهيسې راپورونه خپريږي چې په قطر کې د امریکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې اليس ويلز-امريکايي چارواکو او طالبانو تر منځ خبرې روانې دي.

خو د راپورونو پر اساس په قطر کې د طالبانو استازي د دغه کتنو راپورونه رد کړي ويلي يې دي چې مناسب وخت کې به له رسنيو سره په دې اړه معلومات شريک کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close