امريکايي سناتوران: د افغانستان جګړه بې ګټې ده، امريکا دې د خپلو ځواکونو پر ايستلو فکر وکړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۹)

امريکايي سناتورانو د افغانستان د روانې جګړې د اوږدېدو په غبرګون کې ويلي چې دغه جګړه د امريکا لپاره بې ګټې او بايد امريکايي چارواکي له دغه هېواده د خپلو ځواکونو د ايستلو په اړه فکر وکړي.

د امريکا د سنا غړې اليزابت وېرېن په يوه ټويټ کې ليکلي، چې د افغانستان د جګړې اوولس کلونه پوره شول، زرګونه امريکایان ووژل شول، ميلياردونه ډالره ولګول شول خو بيا هم امريکا خپلې موخې نه دي ترلاسه کړي.

وېرېن ويلي، چې امريکا دې د افغانستان په اړه پر خپلو تګلارو له سره غور وکړي او په دې اړه دې فکر وکړي چې څرنګه له دغه هېواده خپل ځواکونه را ايستلی شي.

هغې ويلي، د امریکايانو ماليات په داسې يوه جګړه لګول کېږي چې هيڅ ګټه يې نشته زياتوي مونږ باید په دې پوه شو چې دغه جګړه د څه لپاره او ولې امريکايي حکومت په ادې اړه بې پروا دی.

دغه راز سناتور برني سندرز وايي، د افغانستان جګړې ټولې نړۍ ستړې کړې، حکومت دې په خپلو سياستونو له سره کتنه وکړي او په نورو هېوادونو کې دې بې ګټې جګړې بندې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تازه د وېلسن څېړنيز مرکز مرستيال او د جنوبي اسيا د مسايلو څېړونکی مایکل کوګلمن د يوې نظر پوښتنې له مخې ويلي چې پنځوس سلنه لوړ عمره امريکايان په دې باور دي چې امریکا په افغانستان کې ناکامه ده او بايد له دغه هېواده ووځي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close