امريکايي سناتور: شهزاده سلمان ليونی او خطرناک سړی دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۴)

د امريکا د سنا جرګې يو شمير غړي په دې باور دي چې سعودی خبريال جمال خاشقجي د سعودي د ولیعهد شهزاده سلمان په امر او د هغه په خوښه وژل شوی دی.

د امريکا د سنا جرګې غړی لنډسې ګراهام وايي، سعودي ولیعهد بن سلمان ليونی او خطرناک سړی دی په وينا يې نوموړی د جمال خاشقجي له وژنې مخکې خبر و.

تيره ورځ سهار مهال د امريکا د مرکزي استخباراتو سي ای اې مشره ګیناهاسپيل د سنا له مشرانو سره پر دغه موضوع خبرې کړي دي.

ګراهام په دغه غونډه کې ويلي، تر څو چې سعودي ولیعهد په واک کې وي یا په یمن کې د دغه هېواد جګړه روانه وي، دی به پر سعودي عرب د وسلو خرڅلاو ملاتړ و نه کړي.

دغه راز په ناسته کې يوه بل سناتور بوب کورکر وويل، که محمد بن سلمان محکمې ته وړاندې شي نو يوازې په نیم ساعت کې به مجرم وبلل شي زياته يې کړه د بن سلمان له نه غندنې سره ولسمشر ټرمپ هم د يوه خبريال پر وژنه سترګې پټوي.

خبريال او لیکوال جمال خاشقجي د سعودي شاهي کورنۍ ته نږدې کس بلل کېده او د حکومت د سلاکار په توګه يې هم دنده کړې خو تير کال نوموړی له سعودي ووت او واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته يې لیکنې کولې چې د محمد بن سلمان پاليسي يې تر نقد لاندې راوستلې.

خاشقجې په تيره اکتوبر مياشت کې په ترکيه کې د سعودي په کونسلګرۍ کې ووژل شو ترکيه وايي د سلمان په امر وژل شوی خو سعودي حکومت د هغه وژنه يوه تيروتنه بولي وايي چې د هغه د وژنې په تړاو يې يوولس تورن کسان نيولي چې محاکمه به کړای شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close