امريکا: اورلګېدو ۳۱ کسان وژلي، لا هم د پراخېدو په حال کې دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۱)

د امريکا په کليفورنيا ايالت کې په ځنګلونو کې د اورلګېدو له کبله ۳۱ کسان وژل شوي او لیکونه خلک خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د یاد ايالت چارواکي وايي، چې د کليفورنيا په شمال پيراډايز ځنګلي سيمه کې وړمه ورځ نهه کسان او تيره ورځ د څوارلسو نورو سوځېدلي جسدونه هم موندل شوي زياتوي يو شمير نور کسان هم مړه شوي چې شمير يې ۳۱ تنو ته رسېږي په وينا يې چې لا هم ډيری کسان لادرکه دي او ښايي د مړو په شمير کې زياتوالی راشي.

د ځايي مسوولينو په وينا، د اور مړه کولو لپاره اته زره کسان ګمارل شوي خو تر اوسه يې په کنترولولو نه دي توانيدلي او دغه اور چې تيز باد ورسره مل دی مخ پر وړاندې روان دی زياتوي چې له دوه نيم لکو زيات کسان خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

چارواکي وايي ياد لګېدلی اور ۴۰۴ مربع کلوميټرو ته خور شوی ۶۴۵۳ کورونه يې سوځولي او ۲۶۰ کمرشل ودانۍ ویجاړې کړي د اور وژنې عمله وايي، چې پېرډايز کلي کې هېڅ شی روغ نه دي پاتې.

د امريکا له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې د شاوخوا سيمو لسګونه کليو ته خبرداری ورکړی چې خپل کورونه خوشې کړي او نورو سيمو ته ولاړ شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close