“امريکا داسې ټاکنې غواړي چې له مخې يې هېواد تجزيه شي”

راپورتاژ: الماس خدرخېل—- که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې په ټول هېواد کې تر دې دمه نږدې اووه ميليونه کسانو د رايې ورکونې لپاره نومليکن کړې خو د ولسي جرګې غړي بيا يادې شمېرې غلطې بولي زياتوي چې حکومت نه غواړي شفافې ټاکنې وشي او تر اوسه يواځې يو ميلیون کسانو نومليکنه کړې ده.

د انتخاباتو کمېسيون کميشنر حفيظ الله هاشمي وايي، د احتمالي کانديدانو په نوملړ کار روان دی او د چنګاښ میاشتې په اوومه نيټه به يې نوملړ اعلان شي.

د ولسي جرګې لومړی مرستيال همايون همايون وايي، حکومت د انتخاباتو پروسه کې لاسوهنه کوي او غواړي چې په غير عادلانو ټاکنو سره دغه هېواد د تجزيې سره مخ کړي.

د همایون په خبره، د ټاکنو کمېسيون له هېوادوالو سره د غلطې شمېرې شريکې کړي زياتوي چې تر دې دمه په ټول هېواد کې يواځې يو ميليون کسانو هم د رايې ورکونې لپاره نومليکنه نه ده کړې.

همايون همايون د جرګې په پرونۍ غونډه کې چې د محلي ارګاونو خپلواکې ادارې مسئولين هم د پوښتنو لپاره وربلل شوي و وويل: “افغانستان د امریکا، ناټو او اروپايي اتحاديې له خوا اشغال شوی او داسې ټاکنې غواړي چې له مخې يې هېواد تجزيه شي”.

په عين حال کې د ولسي جرګې يو شمير غړو په يو شمير ولايتونو کې د تذکرو د وېش پر پروسه نيوکې وکړې چې په وينا يې دغه پروسه له ستونزو او درغليو ډکه ده او د وګړو د احوال د ثبت ادارې له خوا يې سم مديريت نه کېږي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار، بدخشان او يو شمير نورو ولايتونو استازو ډيری داسې ولسوالۍ شته چې په کم شمېر کسان هم په کې تذکرې نه لري، خو لا هم په کې د تذکرو د وېش لړۍ نه ده پېل شوې زياتوي ځينې ولسوالان او مامورين د سياسي کسانو پلوي کوي، د تذکيرو د وېش ډلې داسې سيمو ته لېږي چې دوی هلته د يوه خاص نوماند ملاتړ کوي.

د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مرستیال تیمور شاران وايي، په شپاړلس ولايتونو کې د تذکيرو د وېش بهير روان دی خو دا هم مني چې د میدان وردګ، لوګر، فاریاب، لغمان، هرات، غور، کندز، نیمروز، ننګرهار او په يو شمېر نورو ولایتونو کې د تذکرو د وېش په برخه کې ستونزې موجودې دي.

د ولسي جرګې د تېرې ورځې عمومي غونډې ته د محلي ارګانونو خپلواکې ادارې مسئولانو په ولایتونو او ولسوالیو کې د انتخاباتو او نورو مسایلو اړوند د ولسي جرګې د غړو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل، خو د جرګې د غړو قناعت یې ترلاسه نه کړای شو.

د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانې ټاکنې د ۱۳۹۷ کال د تلې په ۲۸مه ترسره کیږي چې شپږ زره کسانو د نوماندانو په توګه ورته نومليکنه کړې ده.

د شنونکو په باور، ډيری خلک د ټاکنو کمېسیون پر خپلواکۍ باور نه لري او دغه کمېسیون پوره حکومتي ګڼي، دغه راز د ډيری خلکو د رايې نه کارونې لوی لامل امنیتي ستونزې، د تېرو ټاکنو له کبله په راتلونکو ټاکنو بې باوري، د نومليکنې برخې پيچلتيا هغه څه دي چې د هېواد زياته برخه خلک به په ټاکنو کې د برخې اخيستو څخه ډډه وکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close