امريکا: دوه پوهنتونو کې ډزو ۲ تنه وژلي دي

کابل ټکی کام قدرت الله حسین

د امريکا د ټکساس او اريزونا ايالتونو په دوه پوهنتونو کې د ډزو له امله لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي دي.

په اريزونا ايالت کې تېره ورځ په نورزن پوهنتون کې د ډزو له امله ۱ تن ووژل شو او درې نور ټپيان شول.

د اريزونا پوليس وايي، چې بريد يوه ۱۸ کلن ځوان کړی، چې د همدې پوهنتون د لومړي کال محصل دی او سټېفن جونز نومېږي.

دويمه پېښه چې له لومړۍ هغې لږ ساعت وروسته رامنځته شوه، د ټکساس په ساترين پوهنتون کې يې يو محصل وواژه.

پوليسو د دې پېښې د بريدګر په اړه رسنيو ته لا څه نه دي ويلي.

دا دواړه پېښې په داسې وخت کې رامنځته کېږي، چې د امريکا ولسمشر بارک اباما د تېرې اونۍ د ورته پېښو د قربانيانو له کورنيو سره د غمشريکۍ لپاره اوريګن ايالت ته تللی و.

اباما د پېښو په تړاو ويلي و، چې په راتلونکې کې د وسلې د ملکيت د محدوديت په اړه قوي اراده لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close