(امريکا دې د جګړې ختمولو لپاره طالبانو سره خبرې وکړي)

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۹) د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې تېره ورځ يوه غير رسمي غونډه ترسره شوې چې پکې له امريکا غوښتل شوي ترڅو د افغان جګړې ختمولو لپاره طالبانو سره د خبرو ميز ته غاړه کېږدي.

د ډيوه راډيو د راپور پر بنسټ، دغه غير رسمي غونډه چې د سولې د سيمه ييزې ادارې “رایل ډینش ډیفنس کالج” په مرسته جوړه شوې وه پکې د افغانستان، پاکستان اوسنيو او پخوانيو سفيرانو، د پارلمان غړو، سياستوالو، پوځي چارواکو او لويديځ پوهانو ګډون کړی و.

د غونډې برخه والو له امريکا غوښتي چې د افغان جګړې د ختمولو لپاره دې مخامخ له طالبانو سره خبرې پيل کړي په وينا يې په دې سره د افغان حکومت د سولې بهیر ته هيڅ زيان نه رسېږي.

په غونډه کې د امريکا، افغانستان او پاکستان تر منځ په استخباراتي معلوماتو شريکولو ټينګار شوی او له دواړو لوريو غوښتل شوي چې د باور جوړولو لپاره دې د سولې خبرو او شرطونو ته  ژمن پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېره جون مياشت کې د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف هم له امريکا غوښتي و چې په دغه هېواد کې د جګړې ختمولو لپاره دې امريکا له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.

نوموړي ويلي، چې امريکا په افغانستان کې يواځې دوه انتخابه لري “یا به له طالبانو سره مخامخ خبرې کوي یا به په ناپايه افغان جګړه کې ښکېل پاتې کېږي.”

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close