امريکا دې د خپلو خلکو غږ واوري او له افغانستانه دې پوځيان وباسي

امريکايي ولس: امريکايي ځواکونه بايد له ځنډ پرته کورونو ته ستانه شي

راپورتاژ: الماس خدرخېل  —- په وروستيو کې امریکايي ولس په تکراري ډول ويلي، چې د افغانستان جګړه د امريکا له ملي ګټو سره په ټکر کې ده او حکومت بايد له دغه هېواده خپل ځواکونه وباسي او جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

وړمه ورځ د واشنګټن ايکزماينر خپرونې په يوه مقاله کې وليکل چې د امریکا د جګړې اوولس کلونه پوره شول خو لا هم په دغه موده کې بريالۍ شوې نه ده چې خپلې موخې ترلاسه کړي.

مقاله کې راغلي، د افغانستان جګړه کې (دوه زره څلورسوه) امریکايي عسکر ووژل، ميلياردونه ډالر لګول شوي، درې ولسشمران بدل شول خو يوه يې هم د بل له تجربو ګټه وانخيسته.

دغه امریکايي خپرونه زياتوي، د ټرمپ جنګي تګلاره ناکامه، د پراختيا، بيا رغونې او زده کړو، نشه يي توکو برخه کې د پام وړ لاسته راوړنه نه ده شوې او د طالبانو پرضد جګړه کې امریکايي پوځيان ناکام شوي دي.

ليکوال د امريکا پر حکومت غږ کړی چې د افغانستان جګړه دې د سياسي لارو چارو ختمه کړي کنه دا جګړه به همداسې روانه او امريکا ته به نور ميلياردونه ډالره زيان هم واوړي.

دغه راز د پيو په نامه د امریکا مشهورڅيړنيز مرکز هم په يوه مطلب کې د امريکا د تيرې اوولس کلنې جګړې ته اشاره کړې چې په وينا يې امريکا په مطلق ډول دافغانستان په جګړه کې ناکامه شوې او د جګړې په پيل کې چې امريکايانو کومې هيلې درلودلې اوس يواځې يو خوب ښکاري.

راپور زیاتوي؛ په افغان ۱۷ کلنه جګړه کې د افغان ځواکونو تلفات په بیسارې توګه لوړ شوي، د امریکا او ناټو د ټولو هڅو سره سره دا جګړه د بایلات پر لور روانه ده او ورځ تر بلې جنایي او سیاسي کړکیچ مخ پر زیاتیدو ده.

دغه راز درې ورځې مخکې د ډيفنس په نوم امریکايي مجلې په يوه مطلب کې وليکل چې په افغانستان کې د امریکا له ۱۷ کلن حضور وروسته هم نه جګړه ختمه شوه، نه بیا رغونه ترسره شوه او نه هم یوه داسې اداره رامنځته شوه چې د افغانستان اولس او یا نړیوالو ته د باور وړ وي.

په مطلب کې راغلي، چې امریکا د میلياردونو ډالرو په لګښت سره لا هم نه توانېدلې چې افغانستان کې د باور وړ اداره رامنځته کړي او ياد ټول هغه لاملونه دي چې د امريکا د ناکامۍ سبب بلل کېږي.

ډيفنس مجلې ليکلي چې امريکا نور بايد په دې پوهه شوې وي چې جګړه د حل لاره نه ده او بايد د دغه ستونزې د ختمولو لپاره يې واقعي حل لاره ولټول شي.

همدارنګه د امريکا د سنا په مجلس کې د ارېزونا ايالت استازي روبن ګاليګو په تازه څرګندونو کې په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو له پاتې کېدو سره مخالفت څرګند کړی او ويلي يې دي چې اوس د دې وخت رارسېدلی چې امريکايي ځواکونه بايد له ځنډ پرته خپلو کورونو ته ستانه شي او دغه جګړه نوره ختمه شي.

ګالیګو چې پخوا يې په عراق کې په امريکايي پوځ کې دنده ترسره کړې مخکې تر دې هم د افغانستان د جګړې مخالفت کړی خو په خپلو تازه څرګندونو کې يې د جګړې په پای ته رسېدو ټينګار کړی زياته کړې يې ده چې له افغانستانه د امریکايي پوځ وتل باید مسوولانه، خو له ځنډ پرته وي.

د امریکا په دې اوولس کلنه جکړه کې نه یوازې دا چې امریکا د مخالفینو پر وړاندې په جګړه کې پاتې بلل کېږي بلکې وسله وال مخالفین توانېدلي چې پر ۶۵ سلنه خاورې خپل حاکمیت ټینګ کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close