امريکا د اسلامي نړۍ پر خلاف اسرائيل پر شا ټپوي

د فلسطيني مسلمانانو د شهادتونو او په غزه کې د جوماتونو، روغتونونو او کورونو علاوه اسرائيلو په لويو لارو او د ښاديو په مراسمو کې هم هغه جنايات سر ته رسوي، لکه امريکايي پوځونو چې په افغانستان کې پرې لاس پورې کړې او افغانان يې د خوشحاليو پر ځاې په وير او ساندو اخته کړي دي.

له فلسطينه علاوه د نړۍ يو هېواد هم د اسرائيلو له لاسوهنې او جناياتو په امن پاتې نه دی، په څه هېوادونو کې په مستقيم او په څه کې په غير مستقيمه توګه خپل جنايات سر ته رسوي، داسې بريښې چې اسلامي هېوادونو کې امريکا او اسرائيلو جنايات سره ويشلي وي او په شريکه سره د اسلامي نړۍ پر خلاف خپلو کرغيړنو اعمالو او جناياتو ته دوام ورکوي.

څومره جنايات چې په اسلامي نړۍ کې امريکا کوي، هومره اسرائيل هم کوي، خو امريکا په سرزورۍ سره خپل جنايات سر ته رسوي او اسرائيل بيا د پردې تر شا هغه څه کوي چې لا امريکايي پوځونو هم نه دي کړي، د مثال په توګه امريکايي پوځ د امنيت په نوم د عربي هېوادونو له واکمنو څخه واک تر لاسه کړی دى، خو اسرائيلو بيا په پټه توګه (استخباراتو) خپله ونډه سر ته رسولې، هغه جنايات سر ته رسوي چې عربي هېوادونه پرې شک هم نه لري او نه یې لرلاى شي.

اسرائيلي استخباراتو په اسلامي هېوادونو کې خپل نفوذ کړی دى او غواړي تر څه وخته خپل استخبارات پټ خو وروسته یې په ښکاره توګه فعاليتونه پېل کړي، چې د عربي هېوادونو وروسته يې اسيايي هېوادونه په نظر کې نيولي او په څه هيوادونو کې يې خپل استخبارات د مرستو او انجوګانو په شکل په فعال کړي دي.

په اردن د سيند په لويدځه غاړه کې د يوه کلي د ورانيدو په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا لخوا يوه غونډه شوې چې د نورو انتقادونو تر څنګ يې د دې کلې په ورانيدو سره په اسرائيلو انتقاد کړى دی، په غبرګون کې يې په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې نيکې هيلي ويلي، د امنيت شورا بايد د دې کلي په ورانيدو او پر اسرائيلو د انتقاد پر ځای پر ايران انتقادونه وکړي چې په سيمه کې ېې نا امني خوره کړې ده.

اما حقيقت دا دى چې په اسلامي هېوادونو کې چې څومره جګړې او نا امنۍ روانې دي، په دې ټولو کې اسرائيل په مستقيمه او غير مستقيمه توګه لاس لري. په يمن، اردن، سوډان، افغانستان، عراق، سوريه او نورو اسلامي هېوادونو کې د امريکا لخوا بل کړل شوي اور ته اسرائيل په يوه او بل نامه د خپلو استختباراتو په وسيله لمن وهي او په څه هېوادونو کې اسرائيلو خپله د نا امنيو اور بل کړی دی، چې په فلسطين کې له اويا کالو راهيسې تباهۍ او شهادتونه يې ښکاره مثال دى.

نيکي هيلي په يو شمير هيوادونو کې د نا امنيو مسئوليت د ايران پر غاړه ور اچولی، خو خپل فجايع يې تر خاورو لاندې پټ ساتلي دي، چې يواځې په غزه کې تر سره شوي فجايع به د يوه مسلمان له ياده ونه ووځي او نه به پر فلسيطني مسلمانانو د اسرائيلو جنايت د تاريخ له پاڼو پټ پاتې شي.

له ډيرې مودې وروسته د امنيت شورا د اسرائيلو په جناياتو بحث کوي او د اسرائيلو اصلي څيره نړويوالو ته څرګندوي، چې په ټولو اسلامي هېوادونو کې کړو جناياتو کې د امريکا سره يو ځای اسرائيل شريک دي. اسرائيلو په اسلامي هېوادونو کې په يوه او بل نوم اور بل کړی دی او د استخباراتي ادارې (موساد) لخوا یې اوس استخباراتي فعاليتونه تر منځنۍ اسيا هم رسيدلي دي، چې لږه موده وروسته به اسراييل تر امريکا په جناياتو کې يو قدم پورته ثابت شي.

که د امنيت شورا واقعيت په ګوته کوي او د جناياتو ښکار شوو هېوادونو سره خپل ملاتړ څرګندوي؛ نو له امريکا دې په سر کې اسرائيل ترورستي ډلې (ترهګرۍ) کې ثبت او په تور ليست کې دي اسرائيل شامل کړي؛ ځکه امريکا اسرائيل د اسلامي نړۍ پر خلاف پر شا ټپوي او اسرائيل په ډاډه زړه د امريکا په ډاډ په اسلامي هېوادونو کې خپلو جناياتو او ترهګرۍ ته دوام ورکوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close