امريکا د سولې د رنګ بدۍ او وطن ورانۍ په هڅه کې

خالد رعد

د سولې نوم خورا خوږ دی، کله چې واورېدل شي طبيعت خوښوي او ذهن ته يوازې هغه څه مخته ږدي چې وجود يې ملت له هره پلوه اراموي؛ مګر له هغو ټولو اړخونو يې غافله کوي چې ولس ته يې هر اړخيز نقصان رسيږي، لکه سوله کومه سوله او په څه ډول يې راتلل. نن چې موږ د کومې سولې نوم اورو دا هغه سوله نه ده چې فرض کړې مو ده بلکې هغه زهر قاتل دي چې په دې خواږه نوم کې نغښتل شوي، چې که لاس وروړو له دې پرته چې ديني او ملي حيثيت به مو ووژني، دغه نوم به مو هم بد کړی وي.

نننۍ د سولې نارې په ګوړه کې زهر دي، چې د هيواد د غيور ملت لپاره تيار شوي، تر څو يې په مټ نننی برم له منځه يوړل شي، دين يې پای ومومي، ارزښتونه يې خاوري او آن بقا يې مړه شي، د اشغالګرو لخوا دغه پلان هغه مهال تيار شو کله چې يې ټولې ستراتيژۍ د مجاهدينو په وړاندې له شرمونکي ناکامۍ سره مخ شوې.

ښکلاکګرو بې شمېره پوځي وسايل، پوځيان او ډالر د دې لپاره نه دي بايللي چې په افغانستان کې دي يو پر امن نظام نافذ شي، ولس دي يې د ارام ساه واخلي، اقتصاد دي يې پياوړی وي او د پريو له اثره ازاد ژوند دي ولري، بلکې دا هرڅه يې د حيثتونو او ازرښتونو د له منځه وړلو په خاطر قربان کړي دي.

څو مياشتې وړاندې چې د اشغالګرو عسکرو سرخيل سنا مجلس ته غوښتل شوي وو، همدا سوالونه يې ځواب کړل، له دوی وپوښتل شول چې دغه مالي او ځاني زيانونه د همدې لپاره وو چې په پای کې يې سوله وکړو؟، د دوی ځواب دا و چې له سولي نه مو مقصد د ولسونو بيلتون، ژبني تعصوبونه، د هيواد تجزيه، په فساد ککړ ګډوډ نظام او لوی مقصد د مجاهدينو متحد تحريک ټوټه کول او بدنامول دي.

د سولې هڅې د دوه سرې ادارې د مشرانو ابتکار نه دی بلکه اشغالګرو يادې موخې ته د رسيدو لپاره د ګډوله حکومت مشران موظف کړي او پلان يې ورکړی چې د هيواد سپيڅلی قشر د همدې سپېځلي شعار په توسط د نړۍ په سطحه دوهم فاسد نظام کې شريک کړي، د ځان په څير يې سپين زړي ولس ته مختوري کړي، په نتېجه کې يې د اسلامي نظام د قيام غږ پورته کونکي بدنام کړي او داسي يې معرفي کړي چې د اسلام له نوم نه يوازې د وسيلې په توګه کار اخلي او ځان چوکۍ ته رسول غواړي، دوی ته د دې پايلې ګټه دا ده چې بيا به د دين، هيواد او ولس په درد درمن سړی آه قدري هم نشي کولی؛ ځکه چې ده ته ورته خلک به په دې امتحان کې پاتې راغلي وي.

که خدای مکړه مجاهدين په دې بهير ورګډ شوي وای او په نامه سوله رامنځته شوې وای نو د جوړ شوي پلان له مخې به يرغلګرو له يوې او بلې خوا داسي حرکتونه راپيدا کول چې هغوی به تر نورو زيات په دين، ولس او وطن زړه بدي ښکاروله، له همدې د سولي بهير په نتېجه کې رامنځته شوي نظام په وړاندي به يې ټوپک په اوږه کړی و، بيا به د دې تحرکاتو په سر په نظام کې د ننه دوه فکرونه راپيدا او پايله به يې خپلمنځي جګړې او خدای نخواسته تجزيه او بدترې دربدرۍ وې.

د سولې شعارونو له خپرولو وړاندي چې د اختطافګرو کوم تحرک د هيواد په يو شمېر سيمو کې راڅرګند شو، دا د همدې پلان يوه کړۍ وه، دوی غوښتل لومړی له دې هڅې په استفاده مجاهدين کمزوري کړي، د خپلمنځي جګړو د تير ناورين له بيا تکراره د خلکو په ويرولو سره يې رسوخ ته صدمه ورسوي او بيا يې په سياسي دګر کې د ماتي په مقصد له هره اړخه په فساد کې غرقه اداره کې شريک کړي، چې په دې سره به نه يوازي د سولې نوم خپل اصل له لاسه ورکړی وای بلکه د اسلامي نظام او د همدې نظام د غوښتونکو شمله به يې هم په خاورو موښلې وای.

خو لله الحمد، مجاهدين د مکار دښمن ټول حرکات او سکنات په ځير څاري او په هر پلان يې له الفه تر يا ښه پوهيږي، مجاهدين به هيڅکله هم د هيواد په سر له چا سره معامله ونه کړي، هيڅکله به د پاک زړي او با احساسه ولس قربانۍ او ويني په چا ونه پلوري او هيڅکله به چا ته اجازه ورنه کړي چې دې مظلوم ولس ته د سولي په پوښ کې جګړې، ناورينونه، دربدرۍ، تجزيه او ژبني تعصوبونه وړاندي کړي، مجاهدين د خپل مال او ځان په ځارولو له خپلو ټولو ازرښتونو دفاع کوي، هر تکليف ته تيار او د اسلامي نظام نفاذ، هيواد او ولس ساتنې ته ژمن دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close