امريکا: د طالبانو او افغان دولت تر منځ سوله کې دستي د پرمختګ امکان نه شته

کابل ټکی کام قدرت الله حسین

امريکا ويلي دي، چې دمګړۍ د وسله والو طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې په خبرو اترو کې د پرمختګ کوم امکان نه شته.

د امريکا د خارجه وزارت وياند جان کربي په دې اړه په يوه غونډه کې وويل، موږ په دې هم نه يو پوی، چې پاکستان افغانستان ته له طالبانو سره د سولې په برخه کې د همکارۍ څه ډول ژمنه ورکړې ده.

نوموړي زیاته کړې ده، سره له دې چې سوله نه يوازې د افغانستان بلکې د سيمې لپاره هم ګټوره ده، خو اوسمهال د طالبانو او دولت تر منځ د خبرو اترو د پرمختګ کومه شونتيا نه ويني.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي، چې د ځنو رسنيو د راپورونو پر اساس پاکستان په تازه خبرو کې ويلي دي، چې که دولت او طالبان وغواړي نو د سولې د پروسې په برخه کې به مرسته وکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close