امريکا: د فلورنس توپان له کبله د مړو شمير يوولس کسانو ته لوړ شو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۵)

د امريکا په جنوبي کارولینا او شمالي کارولينا ايالتونو کې د فلورنس په نوم د طوفان له کبله د مړو شويو شمير يوولس تنو ته لوړ شوی دی.

د امريکا د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، پرون او نن په دواړو ايالتونو کې سخت ورښتونه شوي چې له کبله يې ډيری سيمې سيندونو لاندې کړي او سلګونه زره کسان له ګواښ سره مخ دي.

ځايي سرچينې وايي، په دواړو ايالتونو کې يونیم ميليون کسان برېښنا نه لري، ورښتونه او سېلابونه سلګونه زره کسان ګواښي او په نږدې وخت کې به ډير نور خلک له جدي ګواښونو سره مخ شي.

هوا پېژندونکو اندیښنه څرګنده کړې چې په راتلونکو څو ورځو کې به شمالي کیرولینا د تاریخ تر ټولو بدترین سیلاب سره مخ شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close