امريکا: د فلوريډا په هوايي ډګر کې د ډزو له کبله ۵ تنه وژل شوي ۸ ټپيان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۸) الماس خدرخیل

د امريکايي چارواکو په وينا وسلوال کس د امريکا د فلوريډا ايالت په هوايي ډګر کې ډزې کړي، چې له کبله يې پنځه تنه وژل شوي او اته تنه نور ټپيان دي.

د  فلوريدا د فورد لوديردېل هاليووډ نړيوال هوايي ډګر «Fort Lauderdale-Hollywood International Airport» چارواکو په ټويټر کې ليکلي چې وسلوالو لومړی د بیکونو په ځای کې ډزې پیل کړې..

د فلوريډا ايالت يوه سناتور بېل نيلسن «Bill Nelson» ويلي، حمله کوونکى ايستبان سانتياګو «Esteban Santiago» نومېږي ، چې وروسته د چارواکو له خوا ونيول شو، د ده په وينا له بريدګر سره پوځي پيژندپاڼه هم موجوده وه.

تر پېښې وروسته ټولې الوتنې لغوه شوي، خو دا لاڅرګنده نه ده، چې نوموړی به د پوځ غړي وي او که نه.

په ځينو نورو ژونديو ويډيويي تصاويرو کې ځينې مسافر د منډو په حال کې ښکاري او خلک ډېر ترهيدلي مالومېږي.

د يادونې ده، چې د ۲۰۱۶ په جون مياشت کې د امريکا فلوريډا ايالت ارلينډو ښار کې د همجنس پرستانو پر نايټ کلب بريد کې لږ تر لږه شل تنه ووژل شول او له څلوېښتو زيات ټپيان شول.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close