امريکا: د لارۍ بريد کې څلور تنه وژل شوي، پنځه ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۳)

د امريکا د ويسکانسين ايالت کې د لارۍ ډوله موټر برید کې نهه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځايي رسنۍ وايي، دغه پېښه د ياد ايالت په لیک هالي ښار کې رامنځته شوې او موټرچلوونکي خپل موتر پر لارويانو خېژولی چې په ترڅ کې يې څلور تنه وژل شوي او پنځه تنه نور ټپيان دي.

پوليس وايي، په وژل شويو کې درې نجونې او يوه ميرمن ده، د پنځو تنو ټپيانو روغتيايي وضعيت هم اندېښمن ښودل شوی دی.

د پوليسو په وينا، له بريد وروسته بريدګر د تيښتې هڅه وکړه خو د پوليسو له لوري ونيول شو.

تر اوسه معلومه نه ده چې دا يو قصدي بريد دی او که د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوی دی.

خو تر دې مخکې هم په جرمني، فرانس او د امريکا په ځينو ايالاتونو کې د لارۍ بريدونه شوي چې خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

وړمه ورځ د امريکا په فلوريډا کې يوه وسله وال کس په يوه کلپ کې پر خلکو حمله وکړه چې په پايله کې يې اووه تنو ته مرګ ژوبله واړوله او له هغې څو ورځې مخکې د یهودو پر يوه عبادت ځای بريد کې شاوخوا نهه کسان ووژل شول او يو شمير نور ټپيان شول.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close