امريکا راوستی کرزی څنګه دومره بدل شو؟

ډاکټر یوسف اکبری

د بُن په غونډه کې عبدالستار سيرت او امين ارسلا کرزي ته وويل چې ته امريکايانو ته ووايه چې د بن په دې غونډه کې طالبانو ته هم د ګډون حق ورکړي؛ خو کرزي ورته وويل که داسې وکړو نو امريکايان به پر موږ هم بې باوره شي.
همدا راز د کرزي په لومړۍ ټاکنیزه دوره کې د هلمند د عالمانو يوې ډلې او ورسره نوزو مخورو شخصيتونو کرزي ته وويل چې له طالبانو سره بايد روغه جوړه وشي ځکه چې طالبان د بیا انسجام په حال کې دي او که بیا منسجم شول بيا به سوله په ډیر لویه بیه تمامه شي، خو کرزي د ټلوالې او مارشال نه په دې اړه مشوره وغوښته او د هغوی په مشوره او لارښونه یې د سولې خبرې رد کړې او ويې ويل چې موږ او زمونږ امریکایی دوستان ژمن یو څو طالبان په شپږ مياشتو کې د تل لپاره له مینځه یوسو.

اوس خبره دا ده چې د سولې سرسخت مخالف کرزی نن څنګه دومره انعطاف وښود او نن له کوم موقفه په مسکو کې تر ټولو زیات د روغې جوړې خبرې کوي؟
په اول کې خو آن د ده ساتونکي هم د امریکا ځانګړي ځواکونه وو نو د امریکا د سرسخته مخالف مسکو سره د ده دومره ګرمه دوستي له کومه ځایه سرچینه اخلي؟
پخپله واکمنۍ کې خو يې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره هیڅ اجنډا او لېوالتيا نه درلوده؛ نو په مسکو کې يې د کوم اسلامي او افغاني ارزښت له مخې په طالبانو پسې اقتدا وکړه؟ دا خو همغه طالبان وو چې په لسګونو زره یې له تیغه تیر کړل او دی د امریکایانو د کروز او بی 52 په زور په ارګ کې حاکم شو؟ او نن یې ورپسې د لمانځه اقتدا هم وکړه، آیا هغه مهال په غلطه و او که نن په غلطه روان دی، تاریخ او خلک به اوس ضرور په دې اړه قضاوت وکړي.
پخوا یې یواځې په سياسي صحنه کې د طالبانو حضور هم نه مانه مذهبي تقدس خو لرې خبره ده چې ورسره یې منلی وای. که هغه وخت یي د طالبانو او د افغانستان د خلکو د مذهبي تقدس احترام کړی وای او منلی یې وای نو نن به په دې ماشومانه او کليشه يي سياست دومره نه سپکېدای.
افغان مسلمان او مجاهد ملت د سولې اصلي مخالفين او غوښتونکي ښه پېژني، طالبان دې له داسې خلکو سره د پاکې سولې خبرې نه کوي، چې افغان مسلمان او مجاهد ولس ورسره حساسيت لري. خلک حیران دی چې امريکا راوستی کرزی څنګه دومره بدل شو؟ خو د حیرانتیا خبره ځکه نده چې لکه څرنګه چې د مجاهدینو کلکو ګوزارونو مغرور ډاکټر نجیب هغه مهال بدل کړ نن همغه راز د طالبانو فولادی ګوزارونو یواځې کرزی نه بلکې مسکو ته ټول راغلی ښاغلي دومره بدل کړل چې پخوا به یې طالبان ترهګر بلل او نن یې د میز په سر وروڼه او طلبه کرام وبلل، او لرې نده چې د اشرف غني ډله به هم ډیر زر دغه حقیقت ته سر ټیټ کړي. او د امریکا له توغندي نه به راکوز او عقل به یې کار شروع کړي که ذهن یې روښانه شو روښانه شوی به وی او که نه شو نو د دار تخته خو هسې هم ترې چا وړې نه ده. ځکه چې د افغانستان په تاریخ کې د متکبرو او ځان ته د مغرور مشرانو انجام تل همدغسې شوی دی چې د نجیب، امین، تره کی، او داود تاریخ یې ژوندی مثال دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close