امريکا: روغتون کې د بريد پر وخت څلور کسان وژل شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۹)

د متحده ايالاتو په شیکاګو ايالت کې په يوه روغتون کې د وسله وال بريد په ترڅ کې څلور کسان وژل شوي دي.

د شيکاګو پوليس وايي، لومړی يوه بريدګر پر هغې ميرمنې ډزې کړي چې له پخوا يې پيژندله او وروسته په شاوخوا نورو خلکو هم ډزې وکړې.

د چارواکو په وينا، په دغه ډزو کې دوه ميرمنې، يو پوليس او بريدګر کس وژل شوي دي.

پوليس وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې بریدګر کس خپله ځان وژلی او که د پوليسو سره په نښته کې وژل شوی دی.

تر اوسه د بريد هدف او انګيزه نه ده معلومه خو امنيتي ادارې وايي په اړه يې پلټنې پيل شوي دي.

د شيکاګو ښاروال رحم ايمانويل رسنيو ته ويلي، په دغه ډزو کې يو ډاکټر، درملپوه او يو پوليس ژوند له لاسه ورکړی دی
په ډزو کې د روغتون نورو کارکوونکو، روغتياپالو او ناروغانو ته زيان نه دی اوښتی.

امریکايي رسنۍ او وسله وال بريد ثبتوونکې ادارې وايي، يواځې سږ کال په امريکا کې په وسله والو بريدونو کې ديارلس زره کسان په ډزو وژل شوي زياتوي په دغه موده کې پنځويشت زره پوليس ټپيان دي او دوه سوه پنځوس نور وژل شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close