امريکا: زورور طوفان د فلوريډا له ځپلو وروسته جورجيا ته مخه کړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۹)

د امریکا په فلوريډا ايالت کې زورو طوفان د دغه ايالت له ځپلو وروسته جورجيا ته مخه کړې چې سرعت په يو ساعت کې دوه سوه کيلو متره ته رسېږي.

چارواکي وايي، د مایکل په نوم دغه طوفان د امريکا په تير پنځوس کلن تاريخ کې په لومړي ځل راغلی چې څلور درجې دی او د فلوريډا شمال غربي سيمې يې سختې ځپلي دي.

له طوفان سره، سخت باران، تونده هوا مله ده چې له کبله يې د برېښنا ستنې غورځېدلي، د خلکو کورونه له اوبو ډنډ دي او شاوخوا دوه سوه پنځوس زره کسانو برېښنا پرې او کارونه يې په ټپه ولاړ دي.

ځايي چارواکو له دې مخکې د فلوريډا سواحلي سيمو پنځه لکه کسانو ته د کورونو پريښودو امر کړی و خو تيره ورځ ورته وويل شول که هرڅوک د طوفان په سيمه کې پاتې شوي وي، د وتلو چانس نه لري او يواځې دې لوړو ځايونو ته پورته شي.

دوه ورځې مخکې دغه طوفان په دوهمه درجه کې و خو تيره ورځ په څلورمې درجې اوښتې او زور يې نور هم زيات شوی دی.

یاد طوفان تر دې مخکې په امريکا کې ديارلس تنه وژلي و خو د اوسني طوفان له کبله يواځې د يو تن د مړه کيدو خبر ورکړل شوی دی.

رويټرز ويلي، دا د امريکا په تاريخ کې درېيم خطرناک طوفان دی چې تر دې مخکې په ۱۹۶۹کال کې راغلی و او له هغې مخکې په ۱۹۳۹ کې په فلوريډا راغلی و.

د هوا پيژندونکو په وينا، هغه طوفان چې له دويمې درجې واوړي د کورونو د ويجاړولو او له بيخه د ونو د ايستلو زور لرلی شي.

د فلوريډا چارواکي خبرداری ورکوي، مایکل طوفان چې په کومو سيمو تير شي ښايي له اټکل زيات ورانی رامنځته کړي.

ځايي رسنۍ وايي، ښايي له درې نيمو لکو کمو کسانو د طوفان سيمه پريښې وي خو د امريکا د طبيعي پيښو مديريت فیما خبرداری ورکړی (هغه څوک چې غواړي دغه طوفان له نږدې وګوري ښايي ژوندي پاتې نه شي چې نورو خلکو ته د طوفان په اړه معلومات ورکړي).

د دغه طوفان د راتلو له کبله د امريکا په فلوريډا، آالابا او جورجيا ايالتونو کې بيړنی حالت اعلان شوی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close