امريکا طالبانو سره خبرو ته په ګوڼدو شوه

سرليکنه

د تېرو کلونو په نسبت چې حامد کرزي به سوله په ژبه اړوله او رااړوله د اشرف غني لخوا هم  په غونډو کې د سولې خبرې زياتې کارېږي، وايي طالبان دې له موږ سره خبروته  کښيني، په شرايطو به سره خبرې وکړو، له څه دې دوی او له څه به موږ ورتېر شو، په اساسي قانون به هم سره خبرې وکړو. قومي مشرانوته یې لمن وغوړوله، په اندونيزيا او سعودي عربستان کې یې علماء سره راټول کړل، خو د طالبانو پولادي دريځ یې بدل نه کړ.

 همدا ډول امريکا هم د طالبانو ولسي ملاتړ او اوسپنيز هوډ په هر ډول عملياتي او بمباريزو ګواښونو کمزورى نه کړ. پر ګاونډيانو یې هر ډول فشارونه راوستل چې طالب مشران له افغان حکومت سره خبرو ته کښېنوي، خو د طالبانو د دريځ ډبرينې کرښې په امريکايي ګواښونو ورانې نه شوې او، بالآخره، امريکا له طالبانو سره خبرو کولو ته په ګوڼدو شوه.

د نيويارک ټايمز د خبر په اساس، ټرمپ خپلو ډيپلوماټانو ته ويلي چې له طالبانو سره مخامخ د مذاکراتو لار هواره کړي څو په افغانستان کې د امريکا ملا ماتوونکې ١٧ کلنه تاواني جګړه پای ته ورسېږي، نور په افغانستان کې د امريکا پوځونه ونه وژل شي او نور په افغانستان کې د جګړې د تاوانونو په ګاللو امريکايي ولس د سپينې ماڼۍ د پاليسۍ پر خلاف راپورته نه شي.

امريکا پر افغان ولس د ١٧ کلونو په دوران کې د وحشت چپه مېچنې وګرځولې او هم یې د جګړې په سنګر کې پر طالبانو هر ډول وسلې وازمايلې، چې د هر کال په تېرېدو سره د افغان ولس شهادتونو، مقاومت، د طالبانو پولادي عزم او د نړيوالو پر وړاندې د امريکا ناکامې پاليسۍ ټرمپ دې ته اړ کړ چې د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره پر جوړې کړې پاليسۍ له سره غور وکړي.

يوه اونۍ پرلپسې ټرمپ له خپلو سياسي او پوځي مشاورينو سره پر دې بوخت و چې د افغانستان په اړه خپله پاليسي تر کومه حده بدله کړي، تر کومه حده کمېدا یې طالبان سولې او خبرو ته راضي کړي، او تر کومه حده نرمښت به یې د امريکا پر خلاف د افغان ولس کرکه او نفرت راکم کړي.

د طالبانو پولادي دريځ د امريکايي استخباراتو، نظاميانو او په ځانګړې توګه د ټرمپ د غرور څوکورې ښکرې راکږي کړې. د افغان ولس په بشپړ ملاتړ او سرښندنو، د طالبانو اوسپنيز مقاومت وتوانېد چې ټرمپ د افغان ولس پر وړاندې، سره له سلګونو زرو پوځونو، مخامخ خبرو کولو ته په ګونډو کړي.

څو مياشتې دمخه، همدې ټرمپ په افغانستان کې ګوښه کړل شوي قوماندان، جنرال جان نیکولسن، ته د نوې پاليسۍ په عملي کولو سره امر کړی ؤ چې پر طالبانو (افغان ولس) په بمبارۍ کې هيڅ ډول صرفه ونه کړئ، په هر ځاى کې چې وغواړئ تاسې بمبار کولای شئ، چې په تېرو څو اونيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د امريکايي هوايي پوځ پر ولسي بې دفاع وګړو بمباري او له کورونو جنازې یې جوت ثبوت ؤ.

د افغانستان لپاره د ټرمپ په پاليسۍ کې بدلون له هغې ورځې ليدل کېده چې لوړپوړو چارواکو یې له دندو استعفاوې ورکړي او هم یې د جګړې د قوماندان نیکولسن د ګوښه کېدا امر ورکړ.

 ټرمپ له طالبانو سره د امريکا د مخامخ خبرو نېټه نه ده څرګنده کړې، خو دومره نړيوالو ته ثابته شوه چې د افغان ولس په مقابل کې د امريکا غرور مات او د نویو جنګي وسايلو د زور په اوبه کېدو سره امريکا د افغان ولس په مقابل کې په ګونډو شوه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close