امريکا غواړي افغانستان د خپل اتحاد په غړيتوب سره داعش ته وسپاري

« سرليکنه »

 د افغانستان ټولو دولتي او نا دولتي رسنيو راپور ورکړ، چې افغانستان د امريکا سره په هغه اتحاد کې عړيتوب ترلاسه کړ ، چې د داعش په خلاف مبارزه کوي. تر اوسه پورې خو د افغاني نظر لرنکو اشاصو لخوا په دې غړيتوب حمايت او ياغبرګون نه دی ښودل شوی ، چې کيدای شي يو شمېر افغانانو ته د دې اتحاد دغړيتوب خبر هم په حقيقي توګه نه وي رسيدلی ؛ خو د افغانستان  وروستي حالت ته چې وکتل شي دولت يوه  لويه تېروتنه وکړه ، چې له امريکې سره يې په دې اتحاد کې عړيتوب ترلاسه کړ.

امريکا ، چې د داعش ډله يې خپله راټوکولې ده، يو بل ثبوت په لاس ورکړ ، چې افغانستان ستاسې د مخالفينو څخه يو مخالف هېواد دی او بايد د مخالف هېواد خپل مخالفت ته پرينښودل شي. امريکې چې پر افغانستان د اسامه په مشرۍ د القاعده د له منځه وړلو په پلمه يرغل وکړ اسامه او القاعده يې دواړه،  کلونه د مخه نيولي او د له منځ وړل شوي . دا چې امريکا يې په افغانستان کې د نيولو په پلمه يرغل وکړ دا هغه اسامه او القاعده و، چې د روسانو او کمونيستي نظام په خلاف ورته امريکې مجاهد وايه ، امريکا د ننګرهار پر توره بوړه د اسامه په مشرۍ پر القاعده کروز توغندي وويشتل ؛ خو اسامه يې د جلال آباد په مولوي خالص فاميليوکې نه نيوه ، چې له خپله کوره يې په ازادانه توګه جلال آباد ښار ته تګ راتګ کاوه . امريکا چې په عراق کې د صدام حسين څخه مرور جنرالان او پوځيان ووژل تر وژنې ورسته يې د القاعده په نامه د اسلامي نړۍ د مخالفت لپاره راپورته کړل همدا اوس چې د ابوبکر بغدادي دوه مرستيالان د صدام دوخت جنرالان دي ، چې  امريکا غواړي د عراق او سوريې په څېر حالات پر افغانستان را ولي او د افغانستان موجوده اداره داعش کمزوري او د هيواد نيولو ته زمينه برابره کړي ، په افغانستان کې داعش د عراق اوسوريې خوبونه ګوري، غربي او په ځانګړې توګه امريکا ورته تبلغات کوي ؛ خو افغاني ټولنه د عراق او سوريې سره توپير لري ؛ په عراق او سوريه کې يوازې دولتي ځواکونو د داعش مخالفت پيل کړی ؛ خو په افغانستان يې د داعش پر خلاف ولس ، دولت اود دولت مخالفو طالبان درې واړه د داعش پرخلاف راپورته شوي دي.

افغان دولت ، چې د امريکا سره په اتحاد کولو تېروتنه وکړه د ولس سره پوښتنې راولاړې دي ، چې له امريکا سره يې د ستراتيزيکو همکاريو تړون د څه لپاره کړيدی؟

د ۵۲ ناټوغړو هېوادونو، چې په هېواد کې امنيت ټينګ نکړ، امريکا سره غړيتوب به څه  وکړی؟ امريکا افغانستان له ځانه سره غړيتوب ته رابلي ؛ خو د داعش د وسلو او پیسو تمويل هم کوي. د دولت لپاره د داعش دغړيتوب پرځای د طالب وسلوالوسره په سوله ټينګارپکاردی ، تر څو دولت ، طالبان او ولس ، چې په يوه حنفي مذهب کې يووالی لري ؛ د وهابيت پر خلاف په يوصف کې ودريږي.

 دولت د امريکا داتحاد د په ۶۶هېوادونو کې ځان ورکډ کړ ؛ خو د سعودي د ۳۴هېوادونو د اتحاد په څېر به هېڅ ونکړي او د امريکا هدف به پوره شي ، چې افغانستان به د خپل عړيتوب سره داعش ته وسپاري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close