امريکا: فلورنس طوفان شل تنه وژلي او سخت زيانونه اړولي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۷)

د امريکا په شمالي کارولينا او جنوبي کارولينا کې د فلورنس طوفان له کبله تر دې دمه د وژل شويو کسانو شميره شل کسانو ته رسېدلې او دغه ايالتونه يې سخت ځپلي دي.

چارواکي وايي، که څه هم د دغه طوفان شدت يو څه کم شوی خو لا هم ويره شته چې د طوفان راتلونکې څپې به نورې خطرناکې وي.

په يادو ايالتونو کې لا هم ورښتونه کېږي او د سختونو سيلابونو د راوتو امکانات ورکړل شوي دي.

ځايي سرچينې وايي، د فلورنس طوفان د راتلو له کبله د اته سوه زره کورنيو برېښنا پرې شوې، لويو لارو او کوڅو کې اوبه ولاړې دي، په زياتو سيمو کې ځمکې ښوويېدلي او ښايي وضعيت نور هم خراب شي.

د شمالي کارولينا والي رای کوپر وايي، چې تر دې دمه نهه سوه کسان ژغورل شوي او د نورو د ژغورلو هڅې روانې دي. ويل کېږي چې لا هم ډيری کسان د یادو ايالتونو په ځينو سيمو کې بند پاتې دي.

د پوهانو د اټکل له مخې، په راتلونکو ورځو کې به په شمالي کارولينا کې تر پنځه ويشت سانتي مترو پورې ورښت وشي چې ورسره به سخت سيلابونه راووځي او ډيری سيمو کې به ځمکو ښووېدنه رامنځته شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close