امريکا: فيډرال پوليسو په انتخاباتو کې د احتمالي بريدونو خبر ورکړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۶) الماس خدرخېل

ټاکل شوې چې د راتلونکې سه شنبې په ورځ په امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي.

د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو په را نېزدې کېدو سره د وسلوالو بريدونو وېره ډېره شوې او د امريکا استخباراتو له يو شمېر چارواکو غوښتي چې له احتیاط نه کار واخلي.

د روېټرز خبري اژانس پرون د جمعې په ورځ راپور ورکړ، چې سي آی ای د نيو یارک او نيو جرسي چارواکو او پوليسو ته خبرداری ورکړی چې «القاعده تنظيم» په ټاکنو کې د وسلوالو بريدونو پلان لري.

د نيويارک پوليسو ويلي، چې دوی خبرداري ته په کتو امنيتي تدابير ټينګ کړي او د امنيت د ټينګښت په خاطر يې ګزمې ډېرې کړي دي.

ځينې راپورونه ورکړل شوي، چې امريکايي استخباراتو د ټکساس، ويريجينيا او نيويارک ایالتونو ته د القاعده تنظيم د بريدونو په تړاو خبرداری ورکړی دی.

امریکايي چارواکي وايي، اوسمهال د هغو معلوماتو د کره والي پر ارزولو بوخت دي، چې د ټاکنو په شپه د القاعده احتمالي برید خبر ورکېدونکی دی. یادې ټاکنې د روان نومبر په ۸ ترسره کېږي.

که څه هم په اروپايي هېوادونو د القاعده تنظيم بريدونه په دې وروستيو کې نه تر سترګو کېږي، خو امریکايي چارواکي لا هم د دغه تنظيم له بريدونو په ويره کې دي.

په ورته وخت کې د امريکا استخباراتي ادارې  اف بي ای (FBI) ويلي چې، ( د ترورېزم سره د مبارزې او نورې امنيتي ادارې په متحده ایالاتو کې د هر ډول برید مقابلې ته چمتو دي).

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close