امريکا له اخطارونو ورکولو هم وغورځېده

ليکوال احمد منصور

تېر کال په دې عنوان مې (امريکا عمري ګوﺯار وهلې اوس تش اخطارونه ورپاتې) لومړنى ليکنه په يو شمېر مشهورو وېبسايټونو کې خپره شوه، هغه وخت د امريکا له يو شمېر نورو هېوادونو سره اختلافات پيدا شوي وو، چې د هغو ممالکو نومونه په لاندې ډول دي، شمالي کوريا،ايران، پاکستان او ترکيه. دغو ممالکو ته امريکا ډېر سخت اختارونه ورکړل او په پاکستان يې اقتصادي بنديزونه ولګول، د پاکستان يو شمېر چارواکو د امريکا دغه عمل وغنده.
امريکا نه په دغو اختارونو ورکولو شمالي کوريا له اتومي آﺯموينو منعه کړه، نه يې په ترکیې او ايران خپلې غوښتنې ومنلې او نه يې هم په اقتصادي بنديزونو لګولو پاکستان اړ کړ چې طالبان له افغان حکومت سره په زوره د سولې خبرو ته کېنوي؛ بلکې برعکس يادو هېوادونو امريکا ته توند توند جوابونه ور کړل او دپاکستان چارواکو وويل چې دوى نشي کولى طالبان سولې ته کېنوي ځکه چې اوس طالبان د یو خپلواک غورځنګ په توګه د پاکستان له ولکې نه وتلي دي.
خو اوس د یو کال په تېرېدو امريکا له اختار ورکولو هم وغورځېده
د روانې جولای میاشتې په پنځلسمه نېټه د نيويارک ټايميز ورځپاڼې خبر ور کړ چې ټرمپ خپلو لوړ پوړو ډيپلوماټانو ته امر کړى تر څو له طالبانو سره مخامخ مذاکرات وکړي، طالبانو هم مذاکراتو ته چمتوالى ښودلى.
هغه امريکا چې تر پروسږکال يې دنياوالو سره د منطق ويلو پر ځاى د وسلې په زور خبرې کولې، هغه امريکا چې ١٧ کاله دمخه يې د ﺯمکې لاندې ۴ انچه شیانو د ليدلو دعوه کوله، هغه امريکا چې اخطارونو او پټکو يې ټوله نړۍ لړزوله، نن له هغو طالبانو سره د مذاکراتو تابيا ونيوله چې پرون يې د همدغو ختمول د دوو ورځو کار باله او يوه وړوکې ډله يې بلله؛ خو د ۱۷ کلونو په تېرېدو اوس ورڅخه د مذاکراتو غوښتنه کوي.
نن دا یو واقعیت دی، چې امريکا خړ پړو خو په قوي ايمان سمبالو طالبانو د الله په توکل او خپل ولس په مرسته ماته کړه.
په دې موکه د اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد( رحمه الله) هغه وړاندوینه ، چې ويلي یې ؤ: « ډير ژر به الله تعالى د امريکا غرور اوتکبر له خاورو سره خاورې کړي» ريښتيا شوه او امريکا له اخطار ورکولو هم پاتې شوه او د میډیا تشې باټې ورته پاتې دي او بس.
خو طالب جانه! پام چې مغروره نه شې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close