امريکا له بايللې جګړې پښې باسي

سرلیکنه

له ١٧ کلونو راهيسې، په افغانستان کې د طالبانو او د امريکا په مشرۍ د ناټو غړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ جګړه روانه ده. بدمرغي دا ده چې تل يو شمېر بې ضميره او بې وجدانه افغان غلامانو پر افغانستان باندې د يرغل پر مهال يرغلګر رابللي او مرسته يې ورسره کړې ده.

لومړی دې هغوی الله تعالی له خپلې عفوې محروم کړي، چا چې کمونستانو ته عفوه کړې ده. قاتل يا قاتلين يوازې او يوازې وارثان بخښلاى شي، نه بل څوک.. په تېره بيا هغه چې پخپله يې هم تر څنګلو پورې د افغانانو په وينو لاسونه سره وي، هغه د افغانانو د شهادتونو د عفوې حق هيڅکله نه لري.

په افغانستان کې موجوده روانه جګړه د تاريخ يوه برخه ده، چې تل پکې داخلي غلامانو بهرنيو يرغلګرو ته د خپل افغان ولس د وژنو او کورونو د ويجاړولو او سوځولو زمينه برابره کړې ده.

له انګرېزه راوروسته امريکا او روسيې دواړو په افغانستان کې حالات دې ته برابرول چې يرغلونو ته يې زمينې برابرې کړې. د دواړو غلامانو همداسې وکړل.

 په افسوس سره چې تورمخي کمونستان د کمونستي رژيم له زوال راوروسته تر اوسه په لوړو پوستونو کې برخه لري. خو د امريکا غلامان چې په افغانستان کې يې د پرديو پر مټ ١٧ کاله  جګړه وکړه، بيا هم د ګټې څرک يې نه ګوري، اوس يو په بل پسې لومړی له خپلو پوستونو استعفا کوي او ورپسې به له هېواده پښې باسي.

په افغانستان کې ولې په لوړو دندو ګمارل شوي له خپلو دندو استعفاوي کوي او له هېواده د پښو د ایستلو اراده لري؟ دا ځکه چې بادار يې (امريکا) له افغانستانه پښې باسي، غلامان به يې هم باسي. همداسې روسانو هم وکړل. روسان چې له افغانستانه تښتېدل، څه غلامان چې لاره يې موندلې وه تر روسانو د مخه وتښتېدل او څه بيا ترې وروسته وتښتېدل.

پنټاګان په افغانستان کې د پوځي او ديپلوماتيک حضور لپار ١٧ کاله په بايللې جګړه تاوانونه وکړل، خو اوس په دې سوچ کې دی چې څرنګه د ديپلوماتيک حضور په نوم پوځي حضور وساتي او له تاوانونو پرته يې په افغانستان کې په غيرمستقيمه توګه لاس پاتې شي.

امريکايي پوځونو له بوش تر ټرمپ پورې په ټولو دورو کې پر افغان ولس خپلې ناازمايل شوې وسلې وازمايلې، خو افغان ولس يې اېل نه کړ. په افغانستان کې د امريکا د دايمي پوځي حضور پر سر د امريکا د حکومت، اپوزيسيون  او ولس ترمنځ د نظر اختلاف دی؛ ځکه خو  پنټاګان اعلانوي چې په افغانستان کې د دايمې حضور تمه نه لرو.

ښکرور ټرمپ تېره ورځ هم ويلي چې د نظامي فشار په زياتوالي طالبان سولې ته اړایستلاى شو. خو د امريکا د ځانګړو ځواکونو تر زورازمايي او ناکامۍ وروسته چې د بليک واټر، يعني د افغانستان د جګړې خصوصي کولو، ګونکوسې خپرې شوې، افغان او امريکايي چارواکو ساه واخیسته چې تر څه وخته به د جګړې په دوام په افغانستان کې څو شپې وکړي. خو په افغانستان کې د ناکامې جګړې د دوام پر سر د بليک واټر د جګړمارې کمپنۍ د مشر ايريک پرنس، دفاع وزير جيمز مټيس او لوی درستيز جنرال جوزف ډانفورد تر منځ اختلاف و، چې پنټاګان يې وارخطا کړ او اوس په افغانستان کې له بايللې جګړې پښې باسي.

د بليک واټر جګړه مارې کمپنۍ رئيس، ايرک پرنس، په دې نظر دی چې په افغانستان کې تر عراق او سوریې زيات بمبار کولای شي طالبان له منځه يوسي. خو جېمز مټيس او جوزف ډانفورد یې په تاوانونو هم سوچ کوي، چې امريکا به نوره هم د افغانستا ن په جګړه کې راګيره شي او د بليک واټر پر مټ جګړه به ورته د امريکا د ځانګړو پوځونو له تاوانه زياته تاواني تمامه شي.

امريکا به ضرور د افغانستان له جګړې پښې باسي. د دې دليل دا دی چې تېرو ١٦ جنګي قوماندانانو یې د جګړې د ګټات ټټر ونه واهه، او اوس چې له بهرنيو پوځونو سره د مقابلې لپاره د کابل او ننګرهار په امنيتي مرکزونو کې هم  سرتېري بريدګر له واسکټونو سره څرګند شول، د نيکولسن پر ځای نوی ټاکل شوی قوماندان سکاټ ميلر به یې څرنګه د ګټلو ټټر ووهي!!!

په نړيواله کچه امريکا په افغانستان کې ماتې خوړلې، خو خپله ماتې نه مني، پنټاګان په دې سوچ کې دی چې څرنګه له بايللې جګړې پښې وباسي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close